عربستان به د حزب الله پرضد اقداماتو کښې ماتی وخوری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60527-عربستان_به_د_حزب_الله_پرضد_اقداماتو_کښې_ماتی_وخوری
مهر خبری اژانس وایی د لبنان د حزب الله غورځنګ د اجرایی شورا مشر سید هاشم صفی الدین دمقاومت پرضد د سعودی رژیم سیاستونه او اقدامات په ماتی محکوم وبلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2017 01:40 Asia/Kabul
  • حزب الله په سیمه کښې دامریکا، سعودي عربستان او داسرائیلو له  دسیسو او اقداماتو سره په مقابلې کولو کښې اساسي  رول لري .
    حزب الله په سیمه کښې دامریکا، سعودي عربستان او داسرائیلو له دسیسو او اقداماتو سره په مقابلې کولو کښې اساسي رول لري .

مهر خبری اژانس وایی د لبنان د حزب الله غورځنګ د اجرایی شورا مشر سید هاشم صفی الدین دمقاومت پرضد د سعودی رژیم سیاستونه او اقدامات په ماتی محکوم وبلل .

هغه ټینګار وکړ سعودی عربستان به هم دامریکا او دصهیونیسټ رژیم په شان د لبنان دمقاومت دغورځنګ حزب الله په وړاندې ماتی وخوری .

دلبنان دحزب الله غورځنګ دغه چارواکی زیاته کړه د حزب الله پرضد به د عربستان ماتی ویرونکی او په ټوله سیمه او عربستان کښې به انعکاس ولری .

سعودی عربستان د امریکا او دصهیونیسټ رژیم د سیاستونو په لړ کښې د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د بې وسلې کولو او د لبنان له حکومت څخه دحزب الله  د ایستلو کوشش کوی .

حزب الله په سیمه کښې دامریکا، سعودی عربستان او داسرائیلو له  دسیسو او اقداماتو سره په مقابلې کولو کښې اساسی  رول لری .