امریکا دایران پرضد داجماع درامینځته کولو جوګه نه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61407-امریکا_دایران_پرضد_داجماع_درامینځته_کولو_جوګه_نه_ده
زمونږخبریال وایی د سیاسی مسایلو کارپیژاندی هانی زاده په دې خبرې سره چې امریکا دایران داسلامی جمهوریت پرضد د یوشان نظر د رامینځته کولو توان نلری وویل سعودی عربستان او صهیونیسټ رژیم دامریکا حکومت ته دغه خبره دیکته کړه چې دایران پرضد فضا جوړه کړی او هغه نندره چې په ملګروملتونو کښې دامریکا سفیرې پیل کړه له طنز ډکه وه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2017 11:01 Asia/Kabul
  • دامریکاولسمشر ټرمپ دصهیونیسټ رژیم دپلازمینې په توګه د بیت المقدس په اعلانولوسره د عمومي افکارو په تیره بیا د اسلامي نړۍ ترسخت  دباو لاندې دي .
    دامریکاولسمشر ټرمپ دصهیونیسټ رژیم دپلازمینې په توګه د بیت المقدس په اعلانولوسره د عمومي افکارو په تیره بیا د اسلامي نړۍ ترسخت دباو لاندې دي .

زمونږخبریال وایی د سیاسی مسایلو کارپیژاندی هانی زاده په دې خبرې سره چې امریکا دایران داسلامی جمهوریت پرضد د یوشان نظر د رامینځته کولو توان نلری وویل سعودی عربستان او صهیونیسټ رژیم دامریکا حکومت ته دغه خبره دیکته کړه چې دایران پرضد فضا جوړه کړی او هغه نندره چې په ملګروملتونو کښې دامریکا سفیرې پیل کړه له طنز ډکه وه .

په ملګروملتونو کښې دامریکا ستازی نیکی هیلې په تیرې پنجشنبې ورځ دایران پرضد د بې اساسه تورونو په تکرارولو او په داسې حال کښې چې واشنګټن د یمن د هستوګنو سیمو د بمبارولولپاره د میلیارډونو ډالرو په ارزښت وسلې سعودی عربستان ته ورکړی دی ادعا وکړه چې ایران دملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک په خلاف ورزۍ کولوسره په عربستان دحملې لپاره یمن ته توغندی  او وسلې ورکړی دی .

د سیاسی مسایلو  کارپیژاند هانی زاده وویل دایران پرضد دامریکا د توغندیو د تورونو شاته له اټومی موافقې د وتلو لپاره دامریکا د ولسمشر ټرامپ د زمینې جوړول دی .

هغه دې خبرې ته په اشارې سره چې ملګروملتونو دایران لخوا یمن ته د توغندیو د استولو  خبره رد کړی ده وویل څه دپاسه درې(۳) کاله کیږی یمن د سعودی عربستان تر مشرۍ لاندې دائتلاف په ځمکنۍ ، هوایی او سمندری کلابندۍ کښې دی په دې ډول چې دغه هیواد ته د درملو او دخواړو د ورتلو امکان نشته نو بیا ایران په کوم ډول  توانیدلی دی چې دیمن انصار الله ولسی غورځنګ ته توغندی واستوی .

دسیاسی چارو کارپیژاندی هانی زاده وویل دایران پرضد دامریکا تورونه د واشنګټن جوړښتی نیمګړتیا ښیی ځکه چې امریکا په سره سمندر او باب المندب کښې په لسګونو جنګی بیړۍ دیره کړی ده او له  دې سره سره ادعا کوی چې ایران یمن ته وسلې استوی .

هغه وویل دامریکاولسمشر ټرمپ دصهیونیسټ رژیم دپلازمینې په توګه د بیت المقدس په اعلانولوسره د عمومی افکارو په تیره بیا د اسلامی نړۍ ترسخت  دباو لاندې دی او کوشش کوی په ایران د توغندیود تورنو په لګولوسره ځان  دعمومی افکارو له دباو او څنګ ته کیدا وباسی .