سعودی عربستان دفلسطین پرضد نوی دسیسه جوړه کړی ده
-
د سعودي عربستان دولیعهد د پلان پراساس دفلسطین هیواد په غزې تړانګې کښې جوړیږي .
عربی یویشت اینټرنیټ پاڼې ایشوا کړه په میلیارډونو ډالرو سره په اسرائیلو د قدس او د اردن سیند د لویدیځې غاړې خرڅول د فلسطین دخلکو پرضد د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان نوی دسیسه ده .
دغه اینټرنیټ پاڼې زیاته کړه همدا اوس دامریکا ورځپاڼو دغه خبره ایشوا کړی ده چې د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان دفلسطین د کورواکه تشکیلاتو په مشر محمود عباس دباو اچولی دی چې دځمکې دخرڅولو او اخیستلو له تړون سره موافقت وکړی .
په دغه راپور کښې چې دامریکا څیړاند جیفیری ارنسن برابر کړی دی ویل شوی دی د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس ته له قدس او د اردن سیند له لویدیځې غاړې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د تیریدا په وړاندې د لس(۱۰) میلیارډه ډالرو وړاندیز کړی دی .
د سعودی عربستان دولیعهد د پلان پراساس دفلسطین هیواد په غزې تړانګې کښې جوړیږی .
په دغه راپور کښې ویل شوی دی چې د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په شخصی ډول دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ته یو(۱)لیک استولی دی چې د مصر او دامریکا په ګډون سره له صهیونیسټ رژیم سره د عربستان بې مخینی ژمنې پکښې بیان شوی دی .