سعودی عربستان دفلسطین پرضد نوی دسیسه جوړه کړی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61409-سعودی_عربستان_دفلسطین_پرضد_نوی_دسیسه_جوړه_کړی_ده
عربی یویشت اینټرنیټ پاڼې ایشوا کړه په میلیارډونو ډالرو سره په اسرائیلو د قدس او د اردن سیند د لویدیځې غاړې خرڅول د فلسطین دخلکو پرضد د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان نوی دسیسه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2017 11:17 Asia/Kabul
  • د سعودي عربستان دولیعهد د پلان پراساس دفلسطین هیواد په غزې تړانګې  کښې جوړیږي .
    د سعودي عربستان دولیعهد د پلان پراساس دفلسطین هیواد په غزې تړانګې کښې جوړیږي .

عربی یویشت اینټرنیټ پاڼې ایشوا کړه په میلیارډونو ډالرو سره په اسرائیلو د قدس او د اردن سیند د لویدیځې غاړې خرڅول د فلسطین دخلکو پرضد د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان نوی دسیسه ده .

دغه اینټرنیټ پاڼې زیاته کړه همدا اوس دامریکا ورځپاڼو دغه خبره ایشوا کړی ده چې د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان  دفلسطین د کورواکه تشکیلاتو په مشر محمود عباس دباو اچولی دی چې دځمکې  دخرڅولو او اخیستلو له تړون سره موافقت وکړی .

په دغه راپور کښې چې دامریکا څیړاند جیفیری ارنسن برابر کړی دی ویل شوی دی د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس ته له قدس او د اردن سیند له لویدیځې غاړې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د تیریدا په وړاندې د لس(۱۰) میلیارډه ډالرو وړاندیز کړی دی .

د سعودی عربستان دولیعهد د پلان پراساس دفلسطین هیواد په غزې تړانګې  کښې جوړیږی .

په دغه راپور کښې ویل شوی دی چې د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په شخصی ډول دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ته یو(۱)لیک استولی دی چې د  مصر  او دامریکا په ګډون سره له صهیونیسټ رژیم سره د عربستان بې مخینی ژمنې پکښې  بیان شوی دی .