سعودی عربستان په یمن کښې ستر جنایتونه کوی
-
دسعودي عربستان دبمباریو او د کلابندۍ په وجه په یمن کښې هره ورځ په لسګونو ماشومان د خواړو او د درملو د نشتون په وجه مري .
فارس خبری اژانس وایی د یمن د انقلاب دلوړې کمیټۍ مشر محمد علی الحوثی په خپل هیواد کښې د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف د ړندو حملو، بمباریو او د ملکی خلکو د وژل کیدا په اړه د نړیوالو تحقیقاتو د ترسره کیدا غوښتنه وکړه .
هغه وویل د سعودی عربستان په مشرۍ ائتلاف دیمن د ښځو ، ماشومانو او خلکو پرضد ترټولو ستر جنایتونه کوی او په مارب ولایت کښې د واده په مراسمو درې(۳) ځله بمبارې د سعودی عربستان د جنایتونو ترټولو نوی بیلګه ده .
د یمن د انقلاب دلوړې کمیټۍ مشر محمد علی الحوثی د یمن دخلکو پرضد د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف د جنایتونو په اړه د تحقیق د نه ترسره کیدا مسول ملګری ملتونه وبلل .
د یمن دانصار الله ولسی غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام هم په مارب ولایت کښې دسعودی عربستان جنایت وغاند او په خپل هیواد کښې د ال سعود رژیم د جنایتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې په چپتیا یې سخته نیوکه وکړه .
د سعودی عربستان جنګی الوتکو په تیرې شنبې ورځ دیمن په مارب ولایت کښې د واده په دستورو درې(۳) ځله بمبارې وکړې او په ترڅ کښې یې لس (۱۰)ښځې ووژل شوې .
سعودی عربستان د امریکا ، متحده عربی اماراتو، اردن او دڅو نورو عربو او اروپایی هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې دیمن دخلکو پرضد بمباریو او حملو او دغه راز له ځمکې ، سمندر او هوا څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی .
په یمن دسعودی عربستان په تیریګرو بمباریو او حملو کښې په لسګونو زره خلک مړه او ژوبل شوی او خلک د خواړو او درملو له کمښت سره مخ شوی .
دسعودی عربستان دبمباریو او د کلابندۍ په وجه په یمن کښې هره ورځ په لسګونو ماشومان د خواړو او د درملو د نشتون په وجه مری .