له ترهه ګرۍسره مقابله هراړخیزې ارادې او جدیّت ته اړتیا لری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61907-له_ترهه_ګرۍسره_مقابله_هراړخیزې_ارادې_او_جدیّت_ته_اړتیا_لری
د دغه یوه ورځنی سیمنار لومړنۍ ناسته : په سیمې اوپارلیمانونو کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره د ګډو سټراټژیو دترلاسه کولو او دوهمه ناسته هم دسیمه ایز ارتباطاتو د زیاتیدا له لارې د ګډې هوساینې په لاره کې د لرلیدونو دپیژندګلوۍ په عنوان سره له نن سهار راهسې تر ماښام پورې ترسره شوی او ګډه اعلامیه هم د مطرح شوو موضوعګانو په اباس برابره شوی او د ګډون کونکو پارلیمانی مشرانو له خوا لاسلیک شوه .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 24, 2017 18:09 Asia/Kabul
  • له ترهه ګرۍسره مقابله هراړخیزې ارادې او جدیّت ته اړتیا لری

د دغه یوه ورځنی سیمنار لومړنۍ ناسته : په سیمې اوپارلیمانونو کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره د ګډو سټراټژیو دترلاسه کولو او دوهمه ناسته هم دسیمه ایز ارتباطاتو د زیاتیدا له لارې د ګډې هوساینې په لاره کې د لرلیدونو دپیژندګلوۍ په عنوان سره له نن سهار راهسې تر ماښام پورې ترسره شوی او ګډه اعلامیه هم د مطرح شوو موضوعګانو په اباس برابره شوی او د ګډون کونکو پارلیمانی مشرانو له خوا لاسلیک شوه .

زمونږخبریال راپور راکړ   له ترهه ګرۍ سره دمبارزې د چیلنجونو اولارو چارو او  د سیمه ایزو ملګتریاؤ  په موضوع سره  د ایران ،ترکیې وپاکستان ،افغانستان ،چین او روسیې  دپارلیمانونو  دمشرانو  ګډه غونډه  نن  ماښام  د پاکستان په  اسلام اباد کې دپایزې اعلامیې په خپریدو سره پای ته ورسیده.

د دغې غونډې په پایزې اعلامیې کې راغلی دی ،  ترهه ګری هیڅ  حد اوپوله نه پیژنی  او  له یوه دین اومذهب سره هم  اړه نه لری  او له ترهه ګرۍ سره مقابله هراړخیزې ارادې او  جدیّت او هوډ ته ا ړتیا لری . 

 د دغه یوه ورځنی سیمنار  لومړنۍ ناسته :  په  سیمې اوپارلیمانونو کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره د ګډو سټراټژیو   دترلاسه کولو او  دوهمه ناسته هم  دسیمه ایز ارتباطاتو د زیاتیدا له لارې د ګډې هوساینې  په لاره کې د لرلیدونو دپیژندګلوۍ په عنوان سره   له نن سهار راهسې  تر ماښام پورې  ترسره شوی  او  ګډه اعلامیه هم  د مطرح شوو   موضوعګانو په اباس برابره شوی او د ګډون کونکو پارلیمانی مشرانو  له خوا لاسلیک شوه .  

 دپاکستان د ولسی جرګې مشر سردار آیاز صادق  د دغې غونډې په پایزو دستورو کې  د ایران ،روسیې ،ترکیې، چین او افغانستان د پارلیمانی پلاؤ دشتون قدرونه وکړه .

 د غونډې په پای کې  دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی  اعلان وکړ چې  د دغې   غونډې ورپسې کنفرانس  په تهران کې ترسره کیږی .