له اسرائیلو سره اړیکې د عربستان په تاوان دی
-
ایران په هر هیواد کښې له هرډول ترهګر اقدام سره مخالف دی .
زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی له اسرائیلو رژیم سره د سعودی عربستان اړیکې د عربستان په تاوان وبللې او ویې ویل امریکا داسلامی هیوادونو ترمینځ د اختلاف د اچولو هڅه کوی چې دهغوې شتمنۍ چورتالان کړی .
هغه پرون دپاکستان پلازمینې اسلام اباد ته د خپل درې(۳) ورځنی سفر په پاې کښې په یوه(۱) خبری کانفرنس کښې له اسرائیلو رژیم سره د اړیکو د عادی کولو لپاره د سعودی عربستان د چارواکو د اعتراف په اړه وویل له صهیونیسټ رژیم سره د اسلامی هیوادونو اړیکې داسلامی امت په تاوان دی او دغه اړیکې به دعربستان حیثیت ته ګوزار ورکړی .
دایران دپارلمان مشر علی لاریجانی ډاګینه کړه سعودی عربستان د اسلامی هیواد په توګه باید اسلامی کړچار غوره کړی او په یمن حملې او د خلکو وژله بند کړی ځکه چې په سیمه کښې دعربستان اقدامات دامریکا دلمسون سبب کیږی .
هغه د قدس پرضد د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اقدام دماتی په اړه ټینګار وکړ دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د بیت المقدس په معرفی کولو کښې د ولسمشر ټرمپ ناپوهه اقدام سبب شو چې اسلامی هیوادونه لا متحد شی او نور هیوادونه هم د فلسطین ملاتړ وکړی .
دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی وویل ایران په هر هیواد کښې له هرډول ترهګر اقدام سره مخالف دی ځکه چې ترهګرې ډلې دامریکا په مرستې سره د سیمې دهیوادونو د انرژۍ د له مینځه وړلو او د اسرائیلو دګټو په چوکاټ کښې رامینځته شوې .
هغه په افغانستان کښې دترهګرۍ کړکیچ هم پیچلی وباله او ویې ویل امریکا له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې له نشه ایزو موادو او ترهګرۍ سره دمبارزې په پلمه په افغانستان کښې شتون لری خو په دغه هیواد کښې دنشه ایزو موادو تولید پینځه څلویښت(۴۵) فیصده زیات شوی دی ځکه چې امریکا له ترهګرۍ سره لوبه کوی .