سعودی عربستان په یمن کښې جنایتونو ته دوام ورکړی
-
یونیسف په یمن کښې جنګ د ماشومانو پرضد جنګ بللی دی .
فارس خبری اژانس وایی دسعودی عربستان په نویو هوایی حملو کښې دیمن یوشمیر نور بې ګناه خلک ووژل شول .
دسعودی عربستان جنګی الوتکو پرون دیمن په مرکز کښې په« ذمار» ښار کښې په خپل دوهم(۲) جنایت کښې پینځه(۵) ځله په دغه ښار بمبارې کړې او له کبله یې څلور (۴)کسان ووژل شول او پینځه پنځوس(۵۵) کارګران او کارکونکی او ښاریز چې په ولایتی ودانۍ کښې وو ژوبل شول .
دسعودی عربستان په دغو حملو کښې دخوراکی موادو څو ټرکونه هم وسوزیدل او له مینځه لاړل .
دسعودی عربستان جنګی الوتکو پرون سهار هم په پلازمیې صنعا کښې په« عصر» هستوګنه سیمې برید وکړ او پکښې یولس (۱۱)ملکیان ووژل شول .
دسعودی عربستان جنګی الوتکو دیمن په لویدیځ کښې په« الحدیده »ولایت کښې په الجراحی سیمې هم حمله وکړه او ددریو(۳) ښځو په شمول نهه (۹)ښاریز پکښې ووژل شول .
دغه راز د ملګروملتونو دماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف(UNICEF) دیمن ماشومانو ته د یمن پرضد د سعودی عربستان دجنګ د پراخو تاوانونو رسیدا ته په اشارې دغه جنګ دماشومانو پرضد جنګ وباله .
یونیسف په یمن کښې جنګ د ماشومانو پرضد جنګ بللی دی .
د« اسټریا »او ار ایف(ORF) ټیلی ویژن راپور ورکړ دیمن د خلکو پرضد دسعودی عربستان په څه دپاسه زر(۱۰۰۰) ورځې جنګ او حملو کښې دیمن په زرګونو کسان مړه او ژوبل شوی دی .