عربستان دلبنان لومړی وزیر استعفا ته اړ کړی وو
-
سعودي عربستان په سیمه کښې په خپلو ټولو هدفونو کښې ماتي خوړلي ده .
زمونږخبریال وایی دامریکا «نیویارک ټایمز» ورځپاڼې راپور ورکړی سعودی عربستان د لبنان لومړی وزیر سعد حریری په زوره استعفا ورکولوته مجبوره کړی وو .
نیویارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوی د لبنان لومړی وزیر سعد حریری دسعودی عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره دڅو ورځو د تیرولو په هیله ریاض ته ورغلی وو خو سلمان هغه له لومړی وزارت څخه استعفا کولوته مجبوره کړی وو .
دامریکا دغه ورځپاڼې وویل دخارجی هیوادونو دسفیرانو په دباو سره سعودی عربستان دلبنان لومړی وزیر سعد حریری خوشی .
دسعودی عربستان حکومت دلبنان له لومړی وزیر سعد حریری څخه موبایل ټیلی فون اخیستی وو او دهغه ساتونکی یې هم لیری کړی وو .
سعودی عربستان د لبنان لومړی وزیر سعد حریری ته له مخکې څخه لیکل شوی استعفا لیک ورکړ او ورته یې وویل چې دټیلی ویژن مخ ته یې ولولی .
دسعودی عربستان چارواکو داسې فکر کاوه چې د لبنان دلومړی وزیر سعد حریری له استعفا وروسته به خلک د حزب الله غورځنګ پرضد مظاهرې پیل کړی خو داسې ونشول .
سعودی عربستان په سیمه کښې په خپلو ټولو هدفونو کښې ماتی خوړلی ده او اوس یې داسرائیلوغیږې ته پناه وړی ده .