مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62025-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د آفتاب یزد په ورځپاڼه کی د ملګرو ملتو د عمومی اسامبلې په دریمه کمیټه کی چی د میانمار د محکومولو پریکړه لیک ته د رایی ورکولو لپاره، جوړه شوې وه، د ایران د نه شتون دلایل بیان شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 26, 2017 12:15 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آفتاب یزد په ورځپاڼه کی د ملګرو ملتو د عمومی اسامبلې په دریمه کمیټه کی چی د میانمار د محکومولو پریکړه لیک ته د رایی ورکولو لپاره، جوړه شوې وه، د ایران د نه شتون دلایل بیان شوی دی.

ایران؛ د دغه پریکړه په وړاندی دوی لارې در لودې؛ یا د میانمار د یو شمیر دوستو هیوادونو په شان منفی رایه ورکړی وای، چی د میانمار د مسلمانانو په ضد دریځ ؤ، یا مثبته رایه ورکړی وای؛ چی د ایران د اصولی دریځ په ضد اقدام ؤ. ځکه نو پدغه غونډه کی د وینا کولو او د میانمار دولت د اقداماتو د غندلو په ضمن کی، په رایه اخیستنه کی د نه ګډون لاره؛ د ایران له خوا غوره شوه.

ایران د ملگرو ملتو د عمومی اسامبلی په دریمه کمیټه کی د یاد پریکړه لیک د تصویبولو په وخت، د میانمار دولت د اقداماتو په غندلو او د بنګلادش له دولت څخه په قدرونه کی، یوه بیانیه ولوستله، چی د کمیټی په اسنادو کی لیکل شوی دی.

ګډون نه کول؛ یواځی د ملګرو ملتو د عمومی اسامبلې د دریمې کمیټې په وړانی، د ایران د دریځ ښودونکی دی، او د ځانګړی پریکړه لیک له موضوع سره کومه اړیکه نه لری، هماغه ډول چی ایران؛ د اسلامی همکارۍ د سازمان له لارې هم، د یاد پریکړه لیک بنسټګر ؤو، او هماغه شان دغه دریځ لری.

******

د تهران چاپ د ابتکار په ورځپاڼه کی؛ تر دی سرټکی لاندی چی «په افغانستان کی د امنیت تراجیدی»، په یو تحلیلی مطلب کی لیکل شوی دی: په کابل کی د افغانستان د ملی امنیت د ادارې په وړاندی پرونۍ ترهه ګره حمله د لسو تنو د وژل کیدو، او د شپږو تنو د ټپیانیدو سبب شوه. دغه حمله د یو ځلمی په وسیله په انتحاری ډول سرته ورسیدله، او د داعش ترهه ګرې ډلی د هغه پړه ومنله. دا په تیرو شپږو میاشتو کی لسمه انتحاری حمله ده، چی له کبله یی تر اوسه پوری څه د پاسه ۲۵۵ کسان قربانی شوی دی. همداراز دغه حمله پداسی حال کی وشوه؛ چی د تیری اونۍ په وروستیو کی، د امریکی د ؤلس مشر مرستیال«مایکل پنس» په یو ناڅاپی سفر کی افغانستان ته تللئ ؤ. پنس چی د ټرمپ دولت د نوې ستراتژۍ له اعلان څخه څو میاشتې وروسته، یاد هیواد ته تللئ ؤ؛ د افغانستان له مقامونو سره پخپله کتنه کی اعلان وکړ: چی اوس له هر بل وخت څخه په زیاته اندازه، بریالیتوب ته نږدی یو؛ او زه ډاډمن یم چی افغانستان به په نږدی راتلونکی کی آزاد شی.

دا پداسی حال کی ده؛ چی د سږکال د تلې په میاشت کی، په افغانستان د امریکی له حملې، او د طالبانو د ظالم حکومت له نسکوریدو څخه ۱۶ کلونه تیریږی، خو دغه هیواد هماغه راز له ګڼو سیاسی؛ اقتصادی او امنیتی مشکلاتو سره لاس او ګریوان دئ. او د طالبانو؛ او داعش په شان ترهه ګری ډلې پدی هیواد کی شتون لری.  

******

د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی پدی هکله چی« د روهینګیا مسلمانان، د سیاسی لوبو قربانیان دی» په یو راپور کی لیکل شوی دی: د ملګرو ملتو عمومی اسامبلې، د یو پریکړه لیک په باره کی رای اخیستنه وکړه، ترڅو وکولای شی د میانمار د روهینګیایی مسلمانانو په خلاف پوځی اقدامات پایته ورسوی. داسی پریکړه لیک چی د ملګرو ملتو له سرمنشی غواړی؛ چی د یاد سازمان له خوا د ځانګړی استازی په ټاکلو سره، د روهینګیایی کډوالو بد حالات پایته ورسوی. دغه پریکړه لیک د اسلامی همکارۍ سازمان د غړیو هیوادونو په وسیله د ملګرو ملتو عمومی اسامبلې ته وړاندی شو؛ چی په ټول کی  ۱۲۲ ؤ هیوادونو هغه ته مثبته رایه ورکړه، او یواځی لسو هیوادونو له هغه سره مخالفت وکړ، او نورو ۲۴ ؤ هیوادونو ورته سپینه رایه ورکړه. چین؛ روسیه؛ کامبوجیا؛ لائوس؛ فلپاین؛ ویټنام؛ میانمار؛ بلاروس؛ سوریه او زیمبابوه هغه هیوادونه ؤو؛ چی یاد پریکړه لیک ته منفی رایه ورکړه،. پدې غونډه کی ۳۷ ؤ هیوادونو شتون نه درلود، چی د ایران اسلامی جمهوریت، شمالی کوریا؛ ارمنستان؛ ازبکستان او ترکمنستان د هغو له جملی څخه ؤ.

تر اوسه پوری څه باندی ۶۵۰ زره روهینګیایی مسلمانان، د اګسټ له میاشتې څخه د راخین په سیمی د میانمار د پوځ له یرغل وروسته، کډوال شوی، خپل کورونه یی پری ایښی، او د بنګلادښ خواته تللی دی.

******

 د تهران چاپ د جمهوری اسلامی ورځپاڼی د «لویدیځ د ستراتژیکی ماتی د کال» تر عنوان لاندی، پخپله سرمقاله کی لیکلی دی: د نړۍ عیسویان؛ د حضرت عیسی مسیح ع د میلاد د کالیزې د جشنونو په جوړولو سره د میلادی نوی کال؛ هرکلی ته ور دانګی. ښه ده پدی فرصت کی د لویدیځو هیوادونو کړچار ته یوه لنډه کتنه وکړو؛ چی مسیحی هیوادونه دی.

الهی عظیم الشانه پیغمر«عیسی مسیح ع» پخپلو انسان جوړونکو سپارښتنو او دستورونو سره، د نړۍ عیسویان عدالت؛ د انسانانو د حقوقو رعایتولو او د خدای تعالی ج د خوښی وړ ژوندانه ته را بلل، خو نن سبا؛ د اوسنۍ نړۍ زیاتره مسایل او مشکلات، د امریکی په مشرۍ، د مسیحی هیوادونو د څرګندو بدو کړچارونو له کبله دی؛ چی له بده مرغه د عیسویانو د شرمیدنی سبب ګرځیدلی دی.

د تیر یو کال چارو ته په یوې لنډې کتنې سره، ښه ترا پوهیدلای شو؛ چی له بده مرغه لویدیځ هیوادونه، د صهیونیسټی ټولنو او لابیو په القائاتو سره، د مسلمانانو په ضد لمسول شوی، او عملاً «له اسلام سره دښمنې» او په عامه توګه له مسلمانانو سره مقابله کول، د هغوی د کار په اجنډا کی راغلی دی. د مثال په ډول؛ ډونالد ټرمپ، چی په راتلونکو روځو کی به، سپینی ماڼۍ ته د   ورتلو د لمړنۍ کالیزې مراسم سرته ورسوی، د خپل مسؤلیت له هماغه پیل څخه، امریکی ته د شپږو هیوادونو د اتباعو ورتګ منع کړ. د ټرمپ له نظره د دغو هیوادونو جرم او تور، له ټروریزم څخه ملاتړ کول دی، پداسی حال کی چی اصلاً، مسیحی هیوادونه دی؛ چی د معاصر تاریخ په اوږدو کی یی او تر اوسه لا، د خپلې حکومتولۍ د یوې رودې په توګه، او د خپلو نا روا او پلیدو غوښتنو د پوره کولو په منظور، د نورو هیوادونو؛ په تیره بیا د مسلمانانو په خلاف له ټروریزم څخه ګټه اخیستې ده.  

ګڼ اسناد او شواهد د دی ښودونکی دی، چی په ترهه ګرو چارو کی د آمریکی؛ بریتانیی او فرانسی د ټروریسټی تورو پلانونو رول شته دئ، او په ډاګه ثابتوی چی په سوریه؛ عراق؛ یمن؛ لبنان او لیبیا کی؛ له داعش او  نورو ګڼو ترهه ګرو ډلو څخه، د لویدیځ د همدغو مسیحی رژیمونو له خوا ملاتړ کیږی.

******   

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته لنډه کتنه کوؤ:

د کابل چاپ ورځپاڼو نن د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ په چین کې د افغانستان پاکستان او چین په درې اړخیزې غونډې او د بلخ د پخوانی والی د استعفا په اړه د اجرائیه رئیس په څرګندونو بحث کړی دی.

سرخط

سرخط ورځپاڼې لیکلی دی چې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران نن په پیکنګ کې سره جرګه کیږی، څو د ترورېزم په خلاف په روانه مبارزه کې د همکاریو د څرنګوالی او د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره خبرې وکړی.

ورځپاڼې لیکلی:

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی به د کابل او اسلام اباد ترمنځ د راپورته شویو لانجو او همدا راز په سیمه کې د ترورېزم په خلاف د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت نظر شریک کړی.

د ورځپاڼې په وینا دا غونډه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ستونزو د هواری لپاره د چین د ژمنې له مخې کېږی، خو ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې دا پوښتنه کړې چې پاکستان به څومره بدل شی؟

ورځپاڼې د پاکستان په وړاندې د ملی وحدت د حکومت او په تیره بیا د ولسمشر اشرف غنی تګ لاره چې په نتیجه کې یې پاکستان په نړیواله کچه تر فشارونو لاندې راغلو، د ستایلو وړ بللې، خو لیکلی یې دی چې له دې سره-سره د افغانستان په وړاندې د پاکستان په چلند کې بدلون نه دی راغلی. ورځپاڼې د مطلب په پای کې لیکلی چې په افغانستان کې ملی اجماع او یا هم د هېواد د سیاستوالو له خوا د ملی وحدت د حکومت د سیاستونو ننګه کولی شی، پاکستان بدلېدو ته اړ کړی.

انیس

انیس دولتی ورځپاڼې بیا لیکلی دی چې د چین درې اړخیزه غونډه د ترورېزم په خلاف په روانه مبارزه کې د سیمه ییزی همکارۍ د رامنځته کولو، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او همدا راز له افغان حکومت سره د سولې او امن په ټینګښت کې د همکارۍ لپاره پلان شوې ده.

خو ورځپاڼې وړاندې لیکلی دی چې دا غونډه په داسې حال کې جوړېږی چې د افغانستان خلک د هغې په عملی اړخ ټینګار کوی او وایی چې د غونډې پریکړې باید عملی شی.

ورځپاڼه لیکی چې پخوا هم داسې غونډې جوړې شوې وې خو د دې لپاره چې د پاکستان له لوری پرې عمل نه دی شوی کومه ځانګړی اغېزه یې نه ده لرلې.

 ویسا

ویسا ورځپاڼې د بلخ د پخوانی والی د استعفا په اړه د جمعیت ګوند له خوا د پورته شویو انتقادونو په ځواب کې د اجرائیه رئیس غبرګون راخیستی دی او لیکلی یې دی چې ښاغلی عبدالله دا واضح کړه چې د نور استعفا د جمعیت ګوند په خوښه منظوره شوې وه.

ورځپاڼه لیکی چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس په خپلو څرګندونو کې وویل؛ چې ده او ولسمشر شاوخوا ۱۵ ورځې مخکې د جمعیت ګوند له مشرتابه سره لیدلی و او د هغوی په مشوره یې د نور استعفا منظوره کړې ده.

ملی ارمان

ملی ارمان ورځپاڼې بیا د اجرائیه رئیس له څرګندونو وروسته د سیمه ییزو ادارو د خپلواکې ادارې په حواله لیکلی دی چې د بلخ د نوی والی د معرفی کولو لپاره تیارۍ روانې دی او ژر به معرفی شی.

ورځپاڼه لیکی:

د سیمه ییزو ادارو د خپلواکې ادارې ویاند په خپلو خبرو کې نور د بلخ د پخوانی والی په توګه یاد کړ او د هغه د خدماتو ستاینه یې وکړه.

هیواد

هیواد دولتی ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې ویلی دی چې افغان ولس د بلخ د پخوانی والی په اړه د ولسمشر او اجرائیه رئیس له دریځه ملاتړ کوی.

ورځپاڼې وړاندې په خپل بحث کې نور او اسماعیل خان د ټوپک سالارانو په توګه یاد کړی چې د ورځپاڼې په وینا په تیرو ۱۶ کلونو کې یې د نړیوالو مرستو او کورنیو عوایدو زیاته برخه لوټلی ده.

ورځپاڼې لیکلی دی چې ولس د بلخ د والی په وړاندې د افغان حکومت اقدام په هېواد کې د قدرت د جزیرو د نړولو په لور یو مهم ګام بولی او لیکی:

ملت په دې اړه د ولسمشر او اجرائیه رئیس دریځ ستایی او د هغې ملاتړ کوی.