د کابل ـ ممبی ترمنځ هوایی دهلېز پرانیستل شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62083-د_کابل_ـ_ممبی_ترمنځ_هوایی_دهلېز_پرانیستل_شو
دافغانستان د پلازمېنې (کابل)، او د هند د ممبی ښارونو ترمنځ د صادراتو لپاره دویم هوایی دهلېز نن  په کابل کې رسماً پرانیستل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 27, 2017 10:34 Asia/Kabul
  • د کابل ـ ممبی ترمنځ هوایی دهلېز پرانیستل شو

دافغانستان د پلازمېنې (کابل)، او د هند د ممبی ښارونو ترمنځ د صادراتو لپاره دویم هوایی دهلېز نن  په کابل کې رسماً پرانیستل شو.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وویل، د کابل ـ ممبی ښارونو ترمنځ د هوایی دهلېز په پرانیستو سره به د افغانستان تازه مېوې په اسانه هندوستان ته صادرېږی او دغه هوایی دهلېز به د صادراتو په لوړولو کې مهم رول ولوبوی.

د ولسمشر غنی دویم مرستیال، سرور دانش، افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې د دغه دهلېز په پرانیستو سره به د تازه مېوو په صادراتو کې زیاتوالی راشی.

دانش وویل، افغان حکومت هیله من دی، چې د افغانستان په ګاونډیو کې نور هېوادونه هم په خپلو تګلارو کې اقتصادی ودې ته لومړیتوب ورکړی.

د ده په خبره، د هندوستان حکومت ژمنه کړې، چې د افغانستان د حاصلاتو یو نندارتون په ممبی کې جوړوی؛ څو د افغانستان حاصالاتو ته په هندوستان کې بازار پیدا کړی.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکی وایی، په تېرو څو میاشتو کې له کابله نوی ډیلی ته د ۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت تازه او وچې مېوې او سبزیجات هندوستان ته صادر شوی دی.

هند په تېرو شپاړس کلونو کې له افغان حکومت سره دوه میلیارده ډالر مرسته کړې، چې د ولسی جرګې د ودانۍ جوړول، سلما بند جوړول او د دلارام او زرنج ترمنځ د لویې لارې جوړول یې د یادو مرستو څخه دی.

د ایران د چاه بهار بندر له پرانیستو وروسته؛ افغان سوداګرو د پاکستان د کراچۍ پر بندر خپله تکیه کمه کړې او اوسمهال ډېر سوداګریز توکی له دغه بندره هېواد ته واردوی.