روسیه هندوستان ته ایس څلورسوه ډوله توغندی ورکوی
-
هندوستان په دفاعي زمینه او د انرژۍ په تامینیدا او حتي په اټومي برخې کښې په روسیې ښکاره اړوندوالی لري.
زمونږخبریال وایی د روسیې د لومړی وزیر مرستیال دیمیتری روګوزین پرون په نږدې راتلونکی کښې هندوستان ته د ایس څلور سوه (S-400)ډوله توغندیو د سپارلو خبر ورکړ .
هغه په تیرې شنبې ورځ په هندوستان کښې ویلی وو نوی ډیلی په ټولو زمینو په تیره بیا پوځی برخو کښې له روسیې سره ملګرتیا ته دلچسپۍ لری .
ویل کیږی چې د ایس څلور سوه ډوله توغندیو د بیو ، له دغو توغندیو د استفادې لپاره دهندوستان عسکرو ته دروزنې او ددواړو هیوادونو ترمینځ د معاملې وړ د توغندیو دشمیر او دتوغندوی د ټیکنالوژۍ دانتقال په اړه خبرې اترې ترسره شوی دی .
هندوستان او روسیه له یوبل سره پراخې پوځی او ستراتیژیکې ملګرتیاوې لری .
هندوستان په دفاعی زمینه او د انرژۍ په تامینیدا او حتی په اټومی برخې کښې په روسیې ښکاره اړوندوالی لری او روسیه هم هڅه کوی د هند دپوځی تجهیزاتو او د وسلو په تامینولو سره د امریکا او دصهیونیسټ رژیم په شمول له لویدیځ سره دنوی ډیلی د تجارتی معاملو دترسره کیدا مخه ونیسی .