دیمن پوځ نوی سمندری توغندی نندرې ته وړاندې کړ
-
سعودي عربستان او امریکا تراوسه دیمن دخلکو دمقاومت په دلیل نه دی توانیدلي په دغه هیواد کښې خپلو هدفونو ته ورسیږي .
زمونږخبریال وایی د یمن پوځ پرون «مندب یو »په نوم ددغه هیواد نوی سمندری توغندی نندرې ته وړاندې کړ .
دیمن پوځ په دې خبرې ټینګار سره چې« مندب یو » ډوله نوی سمندری توغندی دسمندری هدفونو په تباه کولو کښې لوړ توان لری وویل ددغه توغندی دجوړولو ټیکنالوژۍ په دې ډول ده چې دښمن دهغه رمز(Code) نشی خلاصولی .
دغه راز دیمن د سیاسی لوړې شورا مشر صالح الصماد وویل هغه څه چې تراوسه دیمن د ځواکونو دتوغندوی توان په اړه اعلان شوی دی ددغوځواکونو دقدرت یوازې کوچنۍ برخه ده .
هغه وویل دیمن عسکر داسې توغندی لری چې هیڅ هیواد یې د واټن او د ورانۍ درامینځته کولو اټکل نشی کولای .
دیمن د پوځ او ولسی کمیټیو دفاعی قدرت د سعودی عربستان دال سعود رژیم لخوا ددغه هیواد له هر اړخیزه کلابندۍ سره سره ورځ تر بلې د زیاتیدا په حال کښې دی .
سعودی عربستان او امریکا تراوسه دیمن دخلکو دمقاومت په دلیل نه دی توانیدلی په دغه هیواد کښې خپلو هدفونو ته ورسیږی .