دیمن پوځ نوی سمندری توغندی نندرې ته وړاندې کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62129-دیمن_پوځ_نوی_سمندری_توغندی_نندرې_ته_وړاندې_کړ
زمونږخبریال وایی د یمن پوځ پرون «مندب یو »په نوم ددغه هیواد نوی سمندری توغندی نندرې ته وړاندې کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2017 02:19 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان او امریکا تراوسه دیمن دخلکو دمقاومت په دلیل نه دی توانیدلي په دغه هیواد کښې خپلو هدفونو ته ورسیږي  .
    سعودي عربستان او امریکا تراوسه دیمن دخلکو دمقاومت په دلیل نه دی توانیدلي په دغه هیواد کښې خپلو هدفونو ته ورسیږي .

زمونږخبریال وایی د یمن پوځ پرون «مندب یو »په نوم ددغه هیواد نوی سمندری توغندی نندرې ته وړاندې کړ .

دیمن پوځ په دې خبرې ټینګار سره چې« مندب یو » ډوله نوی سمندری توغندی دسمندری هدفونو په تباه کولو کښې لوړ توان لری وویل ددغه توغندی دجوړولو ټیکنالوژۍ په دې ډول ده  چې دښمن دهغه رمز(Code)  نشی خلاصولی .

دغه راز دیمن د سیاسی لوړې شورا مشر صالح الصماد وویل هغه څه چې تراوسه دیمن د ځواکونو دتوغندوی توان په اړه اعلان شوی دی ددغوځواکونو دقدرت  یوازې کوچنۍ برخه ده .

هغه وویل دیمن عسکر داسې توغندی لری چې هیڅ هیواد یې  د واټن او د ورانۍ درامینځته کولو اټکل نشی کولای .

دیمن د پوځ او ولسی کمیټیو دفاعی قدرت د سعودی عربستان دال سعود رژیم لخوا  ددغه هیواد له هر اړخیزه کلابندۍ سره سره ورځ تر بلې د زیاتیدا په حال کښې دی .

سعودی عربستان او امریکا تراوسه دیمن دخلکو دمقاومت په دلیل نه دی توانیدلی په دغه هیواد کښې خپلو هدفونو ته ورسیږی  .