مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62167-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی، د«سولې په خبرو اترو کی د طالبانو په شتون د ټینګار» تر نامه لاندی لیکل شوی دی: د چین؛ پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو؛ پرون په پکینګ کی تاکید وکړ: طالبان باید ژر تر ژره د موجودو اختلافاتو د هوارۍ لپاره، د خبرو اترو له پروسې سره یو ځای شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2017 11:59 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی، د«سولې په خبرو اترو کی د طالبانو په شتون د ټینګار» تر نامه لاندی لیکل شوی دی: د چین؛ پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو؛ پرون په پکینګ کی تاکید وکړ: طالبان باید ژر تر ژره د موجودو اختلافاتو د هوارۍ لپاره، د خبرو اترو له پروسې سره یو ځای شی.

د ایرنا د راپور په اساس، دغه موضوع د هغو مهمو موافقو یوه برخه ده، چی پرون په پکینګ کی د چین د خارجه وزیر«وانګ هی»، د پاکستان د خارجه وزیر«خواجه آصف»، او د افغانستان د خارجه وزیر«صلاح الدین ربانی» د خبرو اترو په ترځ کی وشوې. د چین د رسنیو د راپور په اساس، اړوندو خواؤ له سوله ایزو او سیاسی لارو څخه؛ په افغانستان کی د امنیتی وضعې د ښه کیدو، او د ثبات او آرامتیا د ټینګیدو لپاره، خبری کړی دی. له ترهه ګرو فعالیتونو سره د مقابلې مسئله، او دا چی افغانستان او پاکستان باید؛ د نورو ګاونډیو هیوادونو په ضد د ټروریسټی  عملیاتو لپاره؛ خپله خاوره د مخالفو ځواکونو په واک کی ور نه کړی، د خبرو اترو له نورو موضوعګانو څخه وه.

دغه خبری اترې پسله هغه بڼه نیسی؛ چی چین د میلادی روان کال په پیل کی اعلان وکړ؛ د ګاونډیو هیوادونو د اړیکو د ښه کیدو لپاره، د شرایطو د برابرولو په لټه کی دئ، او ټینګار یی کړئ ؤ چی یوه درې اړخیزه غونډه به جوړه کړی.

اړوندو خواؤ همداراز د چین د«وریښمو د نوې لاری» په طرح کی د دغو هیوادونو د ګډون په باره کی سلا مشورې وکړې. چین تاکید کړئ؛ چی په پاکستان کی د ۴۶ میلیارد ډالریز اقتصادی کریډور د اجرا کیدو لپاره باید، پراخ امنیتی اقدامات وشی.

*******

د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی د لبنان د خارجه وزیر له قوله لیکل شوی دی:«د عربانو سستې؛ ټرمپ د قدس په موضوع کی ګستاخ کړ»

د لبنان خارجه وزیر«جبران باسیل» اعلان وکړ: چی قدس یوه حقه مسئله ده، او د هغې په وړاندی د عربی هیوادونو دریځ، سست او کمزورئ دئ. د لبنان خارجه وزیر وویل: که د دغو هیوادونو چوپتیا نه وای، د امریکی ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ»، بیت المقدس ته د خپل سفارت د منتقلولو تصمیم نه نیوه. په  همدی حال کی، د ترکیې ؤلس مشر«رجب طیب اردوغان» وویل: د خپلواک فلسطینی دولت جوړیدل؛ په منځنی ختیځ کی د آرامتیا او سولې د ټینګیدو یواځنۍ لار ده. اردوغان؛ د چاد له ؤلس مشر سره په ګډ خبری کنفرانس کی وویل: د بیت المقدس د موقعیت د ټاکلو لپاره، د سترو قدرتونو له خوا یو اړخیز تصمیمونه، د قبول وړ نه دی، او د منځنی ختیځ په سیمه کی د سولې او ثبات یواځنۍ لاره، د ۱۹۶۷ کال د پولو په دننه کی، د ختیځ بیت المقدس په پایتختۍ سره د یو خپلواک فلسطینی دولت جوړیدل دی. 

*******

 

د تهران چاپ د جمهوری اسلامی ورځپاڼی د نړیوالو خبرونو په یو سر لیک دا خبر لیکل شوئ، چی« د یمن د تعز؛ صنعا او حدیده په ښارونو کی ۲۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د المیادین خبری شبکې د راپور په اساس، د یمن روغتونی سرچینو اعلان وکړ: چی د یمن دتعز؛ صنعا او حدیده په ښارونو د عربی تیری ګر ائتلاف د جنګی الوتکو په حملو کی، څه د پاسه  ۲۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښتله. یواځی د تعز د«شهره» په بازار کی ۲۴ کسان شهیدان، او څه باندی ۸۰ تنه ټپیان شول. د یمن په لویدیځ کی، د حدیده ولایت په یوې کروندې د عربی ائتلاف د جنګی الوتکو په حمله کی د یوې کورنۍ ټول ۱۴ غړی ووژل شول. د تعز د روغتیایی چارو د مسؤل له قوله، د زیاترو کسانو بدنونه ټوټی ټوټی شوی، او د پیژندلو وړ نه دی. 

په همدی حال کی د فرانسی ؤلس مشر، په یمن کی د انسانی بد وضعیت په هکله د اندیښنی په ښودلو سره، د عربستان له باچا وغوښتل؛ چی د یمن کلابندې ختمه کړی.

********

د تهران چاپ د حمایت ورځپاڼی په یو سر ټکی کی لولو:«د ټرمپ د یو کلن دولت د کړچار په باره کی د امریکایی رسنیو تحلیل» او« امریکا مخ په کمزورۍ ده»

امریکایی رسنیو؛ د نوی میلادی کال د را رسیدو، او وروسته د ډونالډ ټرمپ د ؤلس مشرۍ د کالیزې د مراسمو د ترسره کیدو په مناسبت، په سپینه ماڼۍ کی د هغه یو کلنه کارنامه څیړلې ده. خو داسی  نه بریښی چی دغه کارنامه، د دغه امریکایی میلیاردر لپاره جالبه کارنامه وی. 

پدې اړه د لس آنجلس ټایمز ورځپاڼی پرون ولیکل: سره له دې چی د امریکی ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ»، په نړۍ کی د دغه هیواد د نفوذ د پیاوړی کیدو ادعا کوی، لیکن بهرنی مشران د امریکی د شاته تګ او کمزوری کیدو کتونکی دی. یو وخت امریکی؛ په نړۍ کی د آب و هوا له بدلیدو سره د مبارزې د کمپاین مشرې په غاړه درلوده، چی اوس د ټرمپ د اقداماتو له برکته، چین د دغه کار رهبرې په لاس کی اخیستې ده. دا پداسی حال کی ده، چی روسیې؛ د سوریی د سولې خبرو اترو مشرې، چی یو وخت د امریکی دولت اصلی تمرکز ورباندی ؤ؛ په غاړه اخیستې ده. په عین حال کی مسکو پدی پسی ؤ؛ چی پدغو خبرو اترو کی د څارونکی په توګه، د امریکی دولت مقامونو ته بلنه ورکړی. همداراز وروسته تر دې چی دونالډ ټرمپ، د ناټو پوځی ائتلاف  له غړیو څخه د خپل دولت د ملاتړ د کمیدو خبره وکړه؛ فرانسی او جرمنی ته د ناټو د غړیو هیوادونو پام اړول شوئ دئ.

په عین حال کی، د دغې ورځپاڼی په لیکنه؛ د فلسطین په مسئله کی هم، امریکا یو وخت د دواړو لورو د منلو وړ منځګړې وه، خو د اسرائیلو د پایتخت په توګه د قدس ښار د یو اړخیز اعلان لپاره د ټرمپ له فیصلې وروسته، دغه هیواد ګوښه او منزوی شوئ دئ.    

********

اوس د افغانستان د چارو په اړه د بهرنیو ورځپاڼو مطالبو ته لنډه کتنه کوؤ:

اېشیا ټایمز

اېشیا ټایمز خپرونې د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخیزې غونډې په اړه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلی، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې پیکېنګ او اسلاماباد به افغانستان ته د اقتصادی دهلېز پروژې پر غځولو غور وکړی. د اقتصادی دهلېز پروژه د ۵۷ میلیارده ډالرو ارزښت لری.

مقاله لیکی:

د چین وړاندیز ښایی پاکستان اندېښمن کړی وی چې دې هېواد چین خپل اوسپنیز ورور باله، خو چین اوس په یوه منځګړی بدلېږی.

مقاله زیاتوی چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین ربانی چین د افغانستان تلپاتی او د باور وړ شریک هېواد وباله او ویې‌ویل چې هېواد یې چمتو دی چې د اقتصادی دهلېز پروژې برخه شی.

د مقالې په وینا، چین غواړی افغانستان او پاکستان دواړه د سیمهییزو پروژو برخه وی، نو ځکه غواړی د سولې پروسه هم پرمختګ وکړی.

په همدې حال کې افغان چارواکو هیله څرګنده کړې ده چې چین به پر پاکستان د ترورېزم په برخه کې د همکارۍ په خاطر له خپله نفوذه کار واخلی.

مقاله زیاتوی چې که افغانستان د اقتصادی دهلېز پروژې برخه شی، امریکا یې ښایی هرکلی وکړی ځکه د ورېښمو د لارې نظر لومړی ځل امریکا په ۲۰۱۱ میلادی کال کې ورکړی وو.

مقاله همداراز زیاتوی چې د منځنۍ اسیا او جنوبی اسیا وصل کول د امریکا جغرافیایی سیاسی هدف دی چې په سیمه کې د روسیې نفوذ له منځه لاړ شی.

مقاله لیکی:

امریکایی څېړونکی وایی، په منځنۍ اسیا کې د چین او امریکا ګټې یو دی.

 

 

دې هندو

دې هندو ورځپاڼې هم افغانستان ته د چین د اقتصادی دهلېز پروژې د غځېدو په اړه مقاله لیکلې ده.

مقاله لیکی چې هندوستان مخکې د چین او پاکستان د اقتصادی دهلېز د پروژې مخالفت کړی دی.

دا پروژه د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر څخه تېرېږی او هندوستان ‌یې ځکه مخالفت کوی چې وایی، کشمیر د دې هېواد برخه دی او که اقتصادی دهلېز له دې سیمې تېر شی دا د هندوستان له خپلواکۍ د سرغړونې په معنی ده.

مقاله د څېړونکو له قوله لیکی چې د اقتصادی دهلېز له لارې د ګوادر بندر ته د افغانستان لاسرسی په دې معنی دی چې د ایران، هندوستان او افغانستان ترمنځ د درې اړخېزې موافقې سره توازن برابر شی.

د دې موافقې له مخې کابل د ایران چابهار بندر ته لاسرسی لری.