د روسیې پرضد د امریکا دباونه بې ګټې دی
-
دامریکا دحکومت چارواکي له صلحې سره مینه نلري .
زمونږخبریال وایی د روسیې دبهرنیو چارو وزارت ویندویې میرمن «ماریا زاخارووا »د چین او دروسیې داقداماتو او د سیاستونو پرضد دامریکا په یوې (۱)ورځپاڼې کښې دخارجه وزیر ریکس ټیلرسن په وروستۍ مقالې نیوکې سره وویل واشنګټن دماسکو پرضد په اقتصادی او سیاسی دباونو سره هیچ نتیجې ته نه رسیږی .
هغې پرون خبریالانو ته وویل په« نیویارک ټایمز» ورځپاڼې کښې دامریکا د خارجه وزیر ریکس ټیلرسن مقاله دهغه لهجې او ټکر او هغو ټکو ته په پام سره چې پکښې کارول شوی دی له نورو هیوادونو په تیره بیا چین او روسیې سره د اختلاف او د تاوتریخوالی د زیاتولو لپاره هڅې ته ورته ده .
د روسیې دبهرنیو چارو د وزارت ویندویې میرمن ماریا زاخارووا وویل په نیویارک ټایمز ورځپاڼې کښې په مقالې کښې د امریکا دبهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د خپل هیواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د روسیې د لاسوهنې ادعا بیا تکرار کړی ده او داډول ټکو د امریکا د باندنیو چارو د وزیر مقاله د جعلی خبرونو په لیکه کښې شامله کړی ده .
هغې وویل ښکاره خبره ده له امریکا سره د روسیې د اړیکو ښه کیدل تر هغه وخته چې واشنګټن د ماسکو په وړاندې په خپلو غلیمانه سیاستونو کښې بیا کتنه ونکړی او په امریکا کښې د روسیې غصب شوی ډیپلوماټیک ځایونه بیرته ماسکو ته ورنکړی هیڅ امکان نلری .
ماریا زاخارووا وویل دامریکا سیاستوالان او ډیپلوماټان باید دغه حقیقت درک کړی چې په روسې اقتصادی او سیاسی دباونو سره دخوښې وړ نتیجې ته نشی رسیدلی .
د روسیې دباندنیو چارو د وزارت ویندویې میرمن ماریا زاخاروا په نړۍکښې دثبات دټینګولو لپاره د واشنګټن دهڅې په باره کښې دامریکا د ادعا په ردولوسره وویل اوکراین ته د امریکا د وسلواستول او په نورو هیوادونو د امریکا لخوا د وسلو خرڅول او دشمالی کوریا د تباه کولو لپاره امریکا ګواښونه ددې ښودنه کوی چې دامریکا دحکومت چارواکی له صلحې سره مینه نلری .