عربستان دعراق پیوستون له مینځه نشی وړلی
-
سعودي عربستان هماغه هیواد دی چې دداعش ډلې ، د عراق دکردستان سیمې د جلا کیدا او په عراق کښې دترهګرۍ ملاتړ وکړ .
ایرنا خبری اژانس وایی د عراق دنجف اشرف ښار دجمعې لمانځه خطیب «سید صدرالدین القپانچی »وویل سعودی عربستان د عراق دملت د پیوستون دله مینځه وړ توان نلری .
هغه پرون د عراق دنجف اشرف ښار دجمعې لمانځه په خطبو کښې د بغداد پرضد د سعوی عربستان ددسیسو دوام ته په اشارې سره وویل دیمن، عراق او دسوریې په شان دسیمې د هیوادونو په کورنیو چارو کښې د ریاض د لاسوهونکو سیاستونو په دلیل له عراق سره د عربستان د اړیکو د ښه کولو سیاست بې نتیجې دی .
القپانچی وویل سعودی عربستان هماغه هیواد دی چې دداعش ډلې ، د عراق دکردستان سیمې د جلا کیدا او په عراق کښې دترهګرۍ ملاتړ وکړ خو ناکامه شو او اوس په نویو او دوستانه لباس سره غواړی دعمل ډګر ته ورننوځی خو بریالی به نشی .
هغه دغه راز د عراق د راتلونکی میلادی کال په عمومی انتخاباتو کښې نه ګډون ته د خلکو د هڅولو لپاره دهیواد د دښمانانو هڅې ته په اشارې سره له ولس وغوښتل په انتخاباتو کښې ګډون ته چمتو شی چې یو(۱) سیاسی بریالیتوب رامینځته کړی .