امریکا او اسرائیلو د ایران پرضد موافقه کړی ده
-
دایران اسلامي جمهوریت او مقاومت ډلې په سیمه کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم له اقداماتواو دسیسو سره په مقابلې کښې اساسي رول لري .
زمونږخبریال وایی سپینې ماڼۍ پرون په یوې (۱)بیانیې کښې دغه خبره تائید کړه چې دایران له اسلامی جمهوریت سره د مقابلې لپاره د کاری ډلو د جوړولو په باره کښې له صهیونیسټ رژیم سره موافقې ته رسیدلی ده .
د صهیونیسټ رژیم لسم (۱۰)ټیلی ویژن چینل په تیرې پنجشنبې ورځې په یوه (۱)راپور کښې ویلی وو امریکا او صهیونیسټ رژیم دایران له اسلامی جمهوریت سره د مقابلې لپاره ګډ پلان جوړ کړی دی .
دغه راپور وایی امریکا او صهیونیسټ رژیم دخبرو اترو له څو پړاونو وروسته دایران پرضد څلور(۴) کاری ډلې جوړې کړی دی .
لومړۍ(۱) کاری ډله به د ایران له اټومی پروګرام سره د مقابلې لپاره د ډیپلوماټیکو او پټو فعالیتونو دنده پرغاړه ولری .
دغه کاری ډله به د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې د اټومی موافقې په چوکاټ کښې د څارنو او اجرا د سختولو او په عین حال کښې د اټومی موافقې له چوکاټ څخه بهر ګامونه وڅیړی .
دوهمه ۲) کاری ډله به په سیمه کښې د ایران د فعالیتونو د محدود کولو دنده پرغاړه ولری .
د لبنان د حزب الله ، د فلسطین دحماس او جهاد اسلامی غورځنګونو په شمول دمقاومت له ډلو د ایران د ملاتړ مخنیوی هم ددغه ډلې په دندو کښې شامل دی .
دریمه (۳)کاری ډله به دایران توغندوی پروګرام په ایجنډې کښې ولری .
څلورمه (۴)کاری ډله په هغو سیمو کښې چې پکښې دایران دګډون احتمال کیږی د جنګ داحتمالی سناریوګانو په اړه غور کوی .
ددغه کاری ډلې اصلی ټینګار به دلبنان له حزب الله غورځنګ سره د جنګ په سناریوګانو ولاړ وی .
دایران اسلامی جمهوریت او مقاومت ډلې په سیمه کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم له اقداماتواو دسیسو سره په مقابلې کښې اساسی رول لری .