چین له افغانستان سره د ملګرتیا چمتووالی اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62257-چین_له_افغانستان_سره_د_ملګرتیا_چمتووالی_اعلان_کړ
زمونږخبریال وایی د چین دفاع وزیر چانګ وان چوان(Chang Wanquan) د افغانستان له دفاع وزیر طارق شاه بهرامی سره په کتنې کښې د دواړوهیوادونو د پوځی اړیکو د پیاوړتیا او له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې له کابل سره د ملګرتیا لپاره دچین د چمتووالی خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2017 03:12 Asia/Kabul
  • د چین پوځ غواړي له افغانستان سره خپلې پوځي اړیکې زیاتې کړي .
    د چین پوځ غواړي له افغانستان سره خپلې پوځي اړیکې زیاتې کړي .

زمونږخبریال وایی د چین دفاع وزیر چانګ وان چوان(Chang Wanquan) د افغانستان له دفاع وزیر طارق شاه بهرامی سره په کتنې کښې د دواړوهیوادونو د پوځی اړیکو د پیاوړتیا او له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې له کابل سره د ملګرتیا لپاره دچین د چمتووالی خبر ورکړ .

چانګ وان چوان وویل د چین پوځ د افغانستان له پوځ سره ملګرتیا ته چمتو دی او هغه موافقې چې  د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمینځ شوی دی په کامل ډول اجرایی کړی .

د چین دفاع وزیر چانګ وان چوان وویل د چین پوځ غواړی له افغانستان سره خپلې پوځی اړیکې زیاتې کړی دی چې له  امنیتی مسایلو او ترهګرۍ سره دمبارزې په زمینه کښې د دواړو هیوادونو ملګرتیاوې زیاتې شی .

دافغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامی هم په دغه کتنې کښې د چین او دخپل هیواد زاړو ملګرتیاو او دوستانه اړیکو ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو د پوځی اړیکو دسویې د لوړتیا هرکلی وکړ .

د افغانستان ددفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیری هم وویل د چین او دافغانستان ددفاع وزیرانو په کتنه کښې د چین دپوځ لخوا  دافغانستان عسکرو ته دپوځی رورزنې د ورکولو په اړه هم خبرې وشوې .

هغه د افغانستان د بدخشان ولایت په غرنیو سیمو کښې د ځانګړی ځواک د جوړولو لپاره دچین د مرستې خبر هم ورکړ .

ټاکل شوی ده دغه  ځواک  د چین په مالی مرستې سره له تاجیکستان سره د افغانستان دغرنیو سیمو او تر یوه حده له چین سره د افغانستان د سرحدی سیمو امنیت تامین کړی .