چین له افغانستان سره د ملګرتیا چمتووالی اعلان کړ
-
د چین پوځ غواړي له افغانستان سره خپلې پوځي اړیکې زیاتې کړي .
زمونږخبریال وایی د چین دفاع وزیر چانګ وان چوان(Chang Wanquan) د افغانستان له دفاع وزیر طارق شاه بهرامی سره په کتنې کښې د دواړوهیوادونو د پوځی اړیکو د پیاوړتیا او له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې له کابل سره د ملګرتیا لپاره دچین د چمتووالی خبر ورکړ .
چانګ وان چوان وویل د چین پوځ د افغانستان له پوځ سره ملګرتیا ته چمتو دی او هغه موافقې چې د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمینځ شوی دی په کامل ډول اجرایی کړی .
د چین دفاع وزیر چانګ وان چوان وویل د چین پوځ غواړی له افغانستان سره خپلې پوځی اړیکې زیاتې کړی دی چې له امنیتی مسایلو او ترهګرۍ سره دمبارزې په زمینه کښې د دواړو هیوادونو ملګرتیاوې زیاتې شی .
دافغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامی هم په دغه کتنې کښې د چین او دخپل هیواد زاړو ملګرتیاو او دوستانه اړیکو ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو د پوځی اړیکو دسویې د لوړتیا هرکلی وکړ .
د افغانستان ددفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیری هم وویل د چین او دافغانستان ددفاع وزیرانو په کتنه کښې د چین دپوځ لخوا دافغانستان عسکرو ته دپوځی رورزنې د ورکولو په اړه هم خبرې وشوې .
هغه د افغانستان د بدخشان ولایت په غرنیو سیمو کښې د ځانګړی ځواک د جوړولو لپاره دچین د مرستې خبر هم ورکړ .
ټاکل شوی ده دغه ځواک د چین په مالی مرستې سره له تاجیکستان سره د افغانستان دغرنیو سیمو او تر یوه حده له چین سره د افغانستان د سرحدی سیمو امنیت تامین کړی .