مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62291-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د آفتاب یزد په ورځپاڼه کی لیکل شوی:«د داعش سرغنی له دیرالزور څخه ووتل» او«د امریکایی چورلکو په وسیله د ترهه ګرو تیښته»
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2017 12:40 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آفتاب یزد په ورځپاڼه کی لیکل شوی:«د داعش سرغنی له دیرالزور څخه ووتل» او«د امریکایی چورلکو په وسیله د ترهه ګرو تیښته»

 

له داعش څخه د واشنګټن د ډیر نوی ملاتړ په هکله، د سوریی په دیرالزور کی سیمه ایزې سرچینی وایی: چی امریکی د دغې ترهه ګرې ډلې سرغنی، له دغه ولایت څخه ایستلی، او په ریف الحسکه کی یی نا معلومو سیمو ته منتقل کړی دی. د سانا خبری آژانس د دغو سرچینو له قوله راپور ورکړ؛ چی امریکایی چورلکو تیره شپه د دیرالزور د شمالی ریف څخه حرکت کړئ، او په ټیټه ارتفاع کی یی د«السد» کیمپ په سر الوتنه وکړه، او د الحسکه په جنوب کی کوزې شوې. د دغو سرچینو له قوله؛ امریکایی چورلکې، د داعش د زیات شمیر سرغنو څخه ډکی وې، چی د امریکی تر ملاتړ لاندی د سوریی ډموکراتیکو کردو ځواکونو ته یی پناه وړې وه.

*******

د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی؛ له بیت المقدس څخه په ملاتړ کی، د پاکستان خلګو له پراخو مظاهرو خبر ورکړئ، او لیکلی یی دی: د پاکستان په زرګونو خلګو په کراچی ښار کی، د دغه هیواد د جماعت اسلامی ګوند په مشرۍ، د اسرائیلو د پایتخت په توګه د بیت المقدس د رسمیت پیژندنې په اړه، د ټرمپ د فیصلې په خلاف مظاهرې وکړې. اعتراض کونکو؛ د اسرائیلو او امریکی په خلاف د شعارونو په ورکولو سره، د بیت المقدس په باره کی د ټرمپ تصمیم وغانده. د پاکستان د جماعت اسلامی ګوند مشر«سراج الحق» پدغو مظاهرو کی په یو لړ ویناؤو کی وویل: دغه مظاهرې امریکا او اسرائیلو ته یو پیغام دئ، چی د یو مسلمان تر شتون پوری به، بیت المقدس هیڅکله د صهیونیسټ رژیم پایتخت نه شی. هغه زیاته کړه: د فلسطین په اتلو او زړه ورو خلګو درود؛ چی خپل ماشومان قربانی کوی، خو هیڅکله د اسرائیلو نیواکګرې نه قبلوی. 

******* 

د تهران چاپ د ایران په ورځپاڼه کی پدی اړه یو راپور لیکل شوئ؛ چی« سوریه؛ د روسیې او امریکی د سیالۍ ډګر»

یو ځلې بیا د امریکی او روسیې ترمنځ لانجې او سیالۍ زیاتی شوی دی، خو دا ځلې د لانجې او مقابلې موضوع؛ نه د روس ګیت دوسیه ده، او نه د اوکراین بحران او د روسیې ضد بندیزونه. دا ځل د سوریی له خاورې څخه د دؤو هیوادونو د پوځی ځواکونو د وتلو پر سر لانجه ده.

د امریکی ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» چی د سوریی له خاورې د خپلو پوځی ځواکونو د ایستلو تصمیم نه لری، ادعا کوی چی د هغه یو کلن کړچار؛ په عراق او سوریه کی د داعش د ماتې سبب شوئ. له دې رویه حق لری له دغو هیوادونو څخه خپل ځواکونه ونه باسی، حتی که دغه شتون غیر قانونی وی. روسیه هم؛ چی په وروستیو کلونو کی یی له داعش ترهه ګرو سره د جګړې لپاره د سوریی له پوځ څخه په استخباراتی؛ وسله وال او پوځی ملاتړ کی عمده رول لرلئ، ټینګار کوی امریکا باید د سوریی له خاوری څخه ووځی. د روسیی له قوله؛ په سوریه کی د امریکی شتون غیر قانونی دئ.

روسیې؛ چی د دمشق دولت په بلنې سره، په سوریه کی له داعش سره د جګړې ډګر ته داخل شوې ده، د دؤو وروستیو کلونو په اوږدو کی، د سوریی د پوځ او د دمشق د متحدینو په ملګرتیا، پدغه جنګ ځپلی هیواد کی داعش ترهه ګرو ته په ماتی ورکولو کی د پام وړ رول لرلئ دئ. له دې رویه؛ روسیه ټینګار کوی چی امریکا باید خپل ځواکونه د سوریی له خاورې څخه وباسی.  

******

د تهران چاپ د جامعه فردا په ورځپاڼه کی،«په عربی پارلمان کی د ایران په سر لفظی لانجې» تر نامه لاندی په یو راپور کی راغلی دی: عربی پارلمان؛ د پنجشنبی په ورځ یوه غونډه وکړه؛ چی ډیره لانجمنه وه، او د یاد پارلمان یو شمیر نمایندګانو، ایران په عربی چارو کی په لاس وهنې تورن کړ، خو په مقابل کی پدغه پارلمان کی د عراق نمایندګانو له ایران څخه دفاع وکړه. پدغه راپور کی وړاندی لیکل شوی؛ د عربی پارلمان د پنجشنبی په غونډه کی د یاد پارلمان د یو شمیر نمایندګانو ترمنځ، د عربی هیوادونو په چارو کی د ایران د دخالت کولو په هکله، اختلاف او لانجه پیدا شوه، او د دغه پارلمان ۳۷ ؤ نمایندګانو؛ په یو پریکړه لیک کی، د عربی هیوادونو په چارو کی د ایران دخالت وغانده.

له بلې خوا؛ په عربی پارلمان کی د عراق نماینده«عباس البیاتی» وویل: عراق؛ له ایران سره پخپلو اړیکو ویاړې، هماغه ډول چی له عربستان سره پخپلو اړیکو ویاړ کوی، او د فارس خلیج په شاو خوا کی، یو شمیر هیوادونه هم شته دی؛ چی له ایران سره  پخپلو اړیکو ویاړی.

*******

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو مطالبو ته لنډه کتنه کوؤ:

په کابل کې ورځپاڼو نن تر ډېره په کابل کې وروستی خونړی برید ته په اشارې د افغانستان پر امنیتی وضعې او په تخار کې پر ماشومانو د شاقه کار د یوې نوې بڼې په اړه بحثونه کړی دی.

 

دنیا:

دنیا ورځپاڼې خپله سرلیکنه په کابل کې د پنجشنبې ورځې خونړۍ حملې ته ځانګړې کړې، چې په یو کلتوری مرکز کې یې په لسګونه کسان ووژل.

ورځپاڼې وړاندې دې حملې ته په اشارې خبرداری ورکړی، که حالت همداسې دوام وکړی، نو لېری نه ده، چې افغانستان یو بل ژور بحران ته ورټیل وهل شی.

ورځپاڼې ۲۰۱۷ مېلادی کال تر ټولو نا امنه بللی چې پکې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې کچه ویرونکې حد ته لوړه شوې.

ورځپاڼې وړاندې د ملی وحدت حکومت د خلکو د امنیت په ساتلو کې پاتې بللی او لیکلی دی چې د حکومت مشران پرته له دې چې داسې حملې وغندی نور څه یې له لاسه نه دی پوره.

ملی ارمان: ملی ارمان ورځپاڼې بیا په کابل کې د پنجشنبې ورځې حملې ته په اشارې لیکلی دی چې د هېواد دښمنان په دی هڅه کې دی چې مذهبی شخړو ته لمن ووهی.

ورځپاڼې لیکلی دی، تروریستی ډلو له ډېره وخته هڅه کوله چې په افغانستان کې مذهبی شخړو ته لمن ووهی او په دې ترڅ کې یې دادی له یو مهال راهیسې د شعیه ورڼو پر مرکزونو یې حملې پیل کړی دی.

ورځپاڼې وړاندې پر امنیتی ادارو انتقاد کړی دی چې د داسې حملو د بیا بیا تکرار سر بېره یې د شعیه وړونو  د اماکنو د امنیت لپاره یې لازم تدابیر نه دی نیولی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې اوس وخت کې تر هرڅه زیات د جوماتونو او تکیه خانو د امنیت نیولو اړتیا ده او که داسې ونشی، نو حکومت به د امنیت په ساتلو کې ناکامه وبلل شی.

هېواد: خو هېواد ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې دا باور څرګند کړی چې ترهګریز بریدونه د افغانانو ترمنځ درز نه شی رامنځته کولی.

ورځپاڼې وړاندې د دی حملې په اړه د ولسمشر محمد اشرف غنی بیان راخیستی، چې پکې دا حمله په سخته غندل شوې او حکم یې ورکړی چې د حملې په اړه هر اړخیزه څېړنه وشی.

ورځپاڼه لیکی چې ولسمشر په خپل بیان کې ویلی دی چې ترورستی ډلې او ملاتړ کوونکی یې باید په دې پوه شی چې افغانان په خپلو کې متحد دی او د خپل دښمن د هرې دسیسې په وړاندې یو موټی ولاړ دی.

ورځپاڼې د خپلې سرلیکنې په پای کې پر امنیتی ادارو غږ کړی دی چې د داسې حملو مخنیوی دی وکړی او خلکو ته د ژوند خوندی چاپېریال رامنځته کړی.

د کابل دغو او ځینو نورو ورځپاڼو بیا په تخار ولایت کې پر ماشومانو د شاقه کار د یوی نوې بڼې په اړه هم خبرونه خپاره کړی دی.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلی دی چې د تخار ولایت په نمک اب ولسوالۍ کې یو شمېر ماشومان اړ ایستل کېږی چې د خپلو مشرانو د پورونو تر خلاصېدو پوری د مالګې په کانونو کې له سهاره تر ماښامه کار وکړی.

ورځپاڼې د سیمې د یو روغتیایی مرکز د مسؤل په حواله لیکلی دی چې د نورو روغتیایی ستونزو ترڅنګ هره ورځ د مالګې په کان کې د کار په مهال تر لسو ډېر ماشومان ټپیان کېږی او لازم خواړه هم نه ورکول کېږی.

ورځپاڼې وړاندې د بشر د حقوقو د سیمه ییز دفتر په حواله لیکلی دی چې د دی ماشومانو له کورنیو سره یې خبرې کړی دی او ورسره یې ژمنه کړې چې دوه میاشتې وروسته به خپل ماشومان د مالګې په کان کې کار ته پرې نه ږدی.

ملی ارمان:

ملی ارمان ورځپاڼې هم په یو تفصیلی مطلب کې د تخار ولایت په نمک اب ولسوالۍ کې د ماشومانو د کار مسئله راخیستې او لیکلی دی چې اکثره دغه ماشومان د بېوزلۍ له کبله ښوونځیو ته د تګ پر ځای د مالګې په کان کې شاقه کار کوی.

خو ورځپاڼې وړاندې د سیمه ییزو مسؤلینو په حواله لیکلی دی چې یو داسې پروګرام یی ترتیب کړی دی چې له مخې به یې په راتلونکی کال کې د ماشومانو د کار مخه به په جدی توګه ونیولی شی.

د ورځپاڼې په وینا په افغانستان کې اوس مهال شااوخوا دوه میلیونه ماشومان په شاقه کارونو بوخت دی.

اصلاح:

اصلاح دولتی ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د ماشومانو پر حالت یو مطلب خپور کړی دی او د کار او ټولنیزو چارو وزارت په حواله یې لیکلی دی چې دری اشاریه یو میلیونه ماشومان له خطر سره مخامخ دی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې شاقه کارونه، په غیر قانونی کار کې له ماشومانو کار اخیستل، ماشومان سوال کولو ته اړ ایستل، د دوی له حقوقو څخه سرغړونې او په جرمونو کې ښکېلول هغه موارد دی چې د دری اشاریه یو میلیونه ماشومانو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو عملی پروګرام تر لاس لاندی نیولی، څو ماشومان له دغو ستونزو وژغوری.