دچین او روسیې ترمینځ سټراټژیکې اړیکې د وخت ضرورت دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62323-دچین_او_روسیې_ترمینځ_سټراټژیکې_اړیکې_د_وخت_ضرورت_دی
چین او روسیه پراخې سټراټژیکې اړیکې لری او دسیاسی ،اقتصادی ، صنعتی او تخنیکی او پوځی چارو پشمول په مهمو ډګرونو کې غوره ملګرتیاوې لری.په ۲۰۱۷کال کې دچین او روسیې دتجارتی مبادلاتو اندازه کابو اتیا میلیارډ ډالرو ته رسیدلې او دواړه هیوادونه هڅه کوی دغه اندازه په راتلونکی کې دوه برابره کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 31, 2017 01:55 Asia/Kabul
  • دچین او روسیې ترمینځ سټراټژیکې اړیکې د وخت ضرورت دی

چین او روسیه پراخې سټراټژیکې اړیکې لری او دسیاسی ،اقتصادی ، صنعتی او تخنیکی او پوځی چارو پشمول په مهمو ډګرونو کې غوره ملګرتیاوې لری.په ۲۰۱۷کال کې دچین او روسیې دتجارتی مبادلاتو اندازه کابو اتیا میلیارډ ډالرو ته رسیدلې او دواړه هیوادونه هڅه کوی دغه اندازه په راتلونکی کې دوه برابره کړی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ  د  روسیې ولسمشر  ولادیمیر پوتین  د چین   ولسمشر شی جین پینګ ته  دنوی میلادی کال دمبارکۍ  په پیغاکې وئیلی دی ،   په ۲۰۱۷کال کې  د   چین او روسیې  په اړیکو کې  د  دوو اړخیزو  ملګرتیاؤ په پراختیا کې نوی بریالیتوبونه ترلاسه شوی دی  چې باید دغه بهیر دوام وکړی .

 هغه همداراز  په دغه پیغام کې  د دواړو هیوادونو ترمینځ  دسټراټژیک مشارکت پر پراختیا  هم ټینګار کړی  او وئیلی ئې دی ،  د چین او روسیې ترمینځ   دتجارتی مبادلاتو اندازه   ترپام وړ اندازې پورې  زیاته شوې ده  او   د دواړو هیوادونو ترمینځ   دعلمی ، ټیکنالوجیکی ، کلتوری اوانسانی  ځواک   مبادلات هم  چټک شوی دی .

 د روسیې ولسمشر همداراز    په نړیوالو موضوعګانو کې   له چین سره دخپل هیواد  ملګرتیا ته په اشارې سره  زیاته کړې ،  ماسکو اوبیجینګ  په نړیوال ډګر کې  اغیزمنه ملګرتیا لری او  د  مهمو نړیوالو موضوعګانو په  حل کې   مهمه ونډه   لری  او دخپلو سیمو ترمینځ  اړیکې لاپراخوی . 

  هغه همداراز   د دوو اړخیزو  ګټو   په چوکاټ کې د چین او روسیې  د   هراړخیز  سټراژیک مشارکت  دملګرتیاؤ دپراختیا لپاره    دروسیې په  چمتووالی  ټینګار وکړ .

 چین او روسیه  پراخې  سټراټژیکې اړیکې  لری او   دسیاسی ،اقتصادی ، صنعتی  او  تخنیکی   او پوځی   چارو پشمول   په مهمو ډګرونو کې  غوره  ملګرتیاوې لری . 

په ۲۰۱۷کال کې  دچین او روسیې    دتجارتی مبادلاتو اندازه  کابو  اتیا میلیارډ ډالرو ته رسیدلې  او دواړه هیوادونه هڅه کوی دغه  اندازه په راتلونکی کې  دوه برابره کړی .