د روسیې دسن پیټرزبرګ دچاودنې عامل ونیول شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62325-د_روسیې_دسن_پیټرزبرګ_دچاودنې_عامل_ونیول_شو
داپریل په دریمه نیټه هم د سن پیټرزبرګ ښار د تخنولوګیچسکی اینسټیټیوت په میټرو تم ځای کې په ترهه ګرې حملې کې لږترلږه لس کسان وژل شوی او پنځوس نور ټپیان شوی وو .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 31, 2017 02:08 Asia/Kabul
  • د روسیې  دسن پیټرزبرګ  دچاودنې عامل ونیول شو

داپریل په دریمه نیټه هم د سن پیټرزبرګ ښار د تخنولوګیچسکی اینسټیټیوت په میټرو تم ځای کې په ترهه ګرې حملې کې لږترلږه لس کسان وژل شوی او پنځوس نور ټپیان شوی وو .

زمونږخبریال راپورراکړ  د  روسیې   د امنیتی څیړنیزې کمیټې  ویندوی  سوتلانا پترنکو  پرون مازدیګر  په یولړ څرګندونو کې   په سن پیټرزبرګ  کې  په یوه مارکیټ  حملې دعامل د نیولو  دخبر په اعلانولو سره وئیلی دی ، له نیول شوی کس  پلټنې روانې دی .

  دا په داسې  حال کې دی چې  د  روسیې په ختیځ کې   په سن پیټرزبرګ کې   په  یوه مارکیټ  دتیرې چارشنبې  ورځې د حملې مسئولیّت  داعش ترهه ګرې  ډلې  منلې ، په دغې  حملې کې  په لسګونو کسان ټپیان شوی وو .

 د روسیې ولسمشر  ولادیمیر پوتین دغه  حمله یو ترهه ګر اقدام بللی ؤ او ټیڼګار ئې کړی ؤ چې  د دغه هیواد دفیډرل  امنیتی  ادارو ته ئې  امر کړی ،څو  د دغې  دعاملانو دنیولو او سزا کولو لپاره دې سملاسی قانونی  اقدامات وکړړی .

  داپریل په دریمه نیټه هم  د  سن پیټرزبرګ  ښار   د تخنولوګیچسکی  اینسټیټیوت   په میټرو  تم ځای کې  په ترهه ګرې  حملې کې  لږترلږه لس کسان وژل شوی او  پنځوس نور ټپیان شوی وو .