د روسیې دسن پیټرزبرګ دچاودنې عامل ونیول شو
داپریل په دریمه نیټه هم د سن پیټرزبرګ ښار د تخنولوګیچسکی اینسټیټیوت په میټرو تم ځای کې په ترهه ګرې حملې کې لږترلږه لس کسان وژل شوی او پنځوس نور ټپیان شوی وو .
زمونږخبریال راپورراکړ د روسیې د امنیتی څیړنیزې کمیټې ویندوی سوتلانا پترنکو پرون مازدیګر په یولړ څرګندونو کې په سن پیټرزبرګ کې په یوه مارکیټ حملې دعامل د نیولو دخبر په اعلانولو سره وئیلی دی ، له نیول شوی کس پلټنې روانې دی .
دا په داسې حال کې دی چې د روسیې په ختیځ کې په سن پیټرزبرګ کې په یوه مارکیټ دتیرې چارشنبې ورځې د حملې مسئولیّت داعش ترهه ګرې ډلې منلې ، په دغې حملې کې په لسګونو کسان ټپیان شوی وو .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغه حمله یو ترهه ګر اقدام بللی ؤ او ټیڼګار ئې کړی ؤ چې د دغه هیواد دفیډرل امنیتی ادارو ته ئې امر کړی ،څو د دغې دعاملانو دنیولو او سزا کولو لپاره دې سملاسی قانونی اقدامات وکړړی .
داپریل په دریمه نیټه هم د سن پیټرزبرګ ښار د تخنولوګیچسکی اینسټیټیوت په میټرو تم ځای کې په ترهه ګرې حملې کې لږترلږه لس کسان وژل شوی او پنځوس نور ټپیان شوی وو .