زیاتره امریکایان د ډونالډټرمپ په کړنو خپه دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62327-زیاتره_امریکایان_د_ډونالډټرمپ_په_کړنو_خپه_دی
په همدا وروستیو کې دامریکا دولسمشر جنجالی دریځونو پخپله امریکایانو کې پراخ اعتراضونه راپورته کړی او ان تردې چې ډیری امریکایان د خپل ولسمشر دمواخذه کولو غوښتنې کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 31, 2017 02:20 Asia/Kabul
  • زیاتره امریکایان د ډونالډټرمپ په کړنو خپه دی

په همدا وروستیو کې دامریکا دولسمشر جنجالی دریځونو پخپله امریکایانو کې پراخ اعتراضونه راپورته کړی او ان تردې چې ډیری امریکایان د خپل ولسمشر دمواخذه کولو غوښتنې کوی .

سی این  این ټیلیویژنی چینل  راپور ورکړی ،  د دغه چینل   د وروستۍ  نظر غوښتنې نتیجې ښئ چې  دامریکا ۶۵فی صدی  خلک  وائی ، دخپل ولسمشر   ټرمپ  په کړچار  خپه دی .

  د دغې نظر سنجۍ   دنتیجو په اساس   په دغې   نظر غوښتنې کې  یوازې ۳۵ فی صدی ګډون کونکو   وئیلی دی د ډونالډ  ټرمپ   په کړچار راضی دی .

   دخپلې ولسمشرۍ   دلومړنی کال  په پای کې د امریکا د ولسمشر  په کړچار د رضایت  د غه ا ندازه  ، په  امریکا کې  په ورستیو څو لسیزو کې بې مخینې   ده .

  په امریکا کې د  ګالوپ موسسې د دسمبر میاشتې  نوی نظر سنجی  هم ښئ،،  د دغه هیواد د ولسمشر ټرمپ  دمحبوبیّت اندازه  یو څلویښت فی صدو ته راکمه شوې ده  او دا  بهیر هماغه راز روان دی . 

 همداراز  د  وال سټریټ ژورنال  امریکائی ورځپاڼې  او  داین بی  سی نیوز  خبری چینل   دګډې نظر سنجۍ  په اساس ډیری  امریکائی رائ ورکونکی  ګروهمن دی چې  د ډونالډ ټرمپ د  مواخذه کیدا  کتونکی شی  له دې چې ، د دغه هیواد  د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې   هغه  ته رای ورکړی .

 په همدا وروستیو کې    دامریکا دولسمشر جنجالی  دریځونو  پخپله   امریکایانو کې پراخ اعتراضونه راپورته کړی  او ان تردې چې ډیری  امریکایان د  خپل ولسمشر  دمواخذه کولو غوښتنې کوی .