زیاتره امریکایان د ډونالډټرمپ په کړنو خپه دی
په همدا وروستیو کې دامریکا دولسمشر جنجالی دریځونو پخپله امریکایانو کې پراخ اعتراضونه راپورته کړی او ان تردې چې ډیری امریکایان د خپل ولسمشر دمواخذه کولو غوښتنې کوی .
سی این این ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی ، د دغه چینل د وروستۍ نظر غوښتنې نتیجې ښئ چې دامریکا ۶۵فی صدی خلک وائی ، دخپل ولسمشر ټرمپ په کړچار خپه دی .
د دغې نظر سنجۍ دنتیجو په اساس په دغې نظر غوښتنې کې یوازې ۳۵ فی صدی ګډون کونکو وئیلی دی د ډونالډ ټرمپ په کړچار راضی دی .
دخپلې ولسمشرۍ دلومړنی کال په پای کې د امریکا د ولسمشر په کړچار د رضایت د غه ا ندازه ، په امریکا کې په ورستیو څو لسیزو کې بې مخینې ده .
په امریکا کې د ګالوپ موسسې د دسمبر میاشتې نوی نظر سنجی هم ښئ،، د دغه هیواد د ولسمشر ټرمپ دمحبوبیّت اندازه یو څلویښت فی صدو ته راکمه شوې ده او دا بهیر هماغه راز روان دی .
همداراز د وال سټریټ ژورنال امریکائی ورځپاڼې او داین بی سی نیوز خبری چینل دګډې نظر سنجۍ په اساس ډیری امریکائی رائ ورکونکی ګروهمن دی چې د ډونالډ ټرمپ د مواخذه کیدا کتونکی شی له دې چې ، د دغه هیواد د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې هغه ته رای ورکړی .
په همدا وروستیو کې دامریکا دولسمشر جنجالی دریځونو پخپله امریکایانو کې پراخ اعتراضونه راپورته کړی او ان تردې چې ډیری امریکایان د خپل ولسمشر دمواخذه کولو غوښتنې کوی .