اروپایی اتحادیې د ایران دبلواګرو ملاتړ وکړ
Jan 02, 2018 01:25 Asia/Kabul
-
هیله لرو چې په ایران کښې د بیان دازادۍ او د صلح ایزو اعتراضونو حق خوندي وساتل شي .
زمونږ خبریال وایی د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست د مسوولې فیډریکا موګرینی ویندوی میرمن کاټرین ری (Catherine Ray)په ایران کښې وروستیو بلواو ته په غبرګون کښې ادعا وکړه مونږ په ایران کښې د تیرو څو ورځو اعتراضونه تعقیبوو او د تهران له چارواکو سره مو تماس هم نیولی دی .
هغې په ایران کښې د محدود شمیر ولسی اعتراضونو او د بلواګرو فرصت غوښتنې ته په غبرګون کښې په لاسوهونکی دریځ کښې ادعا وکړه هیله لرو چې په ایران کښې د بیان دازادۍ او د صلح ایزو اعتراضونو حق خوندی وساتل شی .
دجرمنی د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل هم پرون دبلواګرو خوځښتونو ته له پام کولو پرته په یوې(۱) لاسوهونکی بیانیې کښې دایران له حکومته وغوښتل خلکو ته اجازه ورکړی د صلح ایزو اعتراضونو د ترسره کولو لپاره له خپل حق څخه استفاده وکړی .
ټیګونه