دعربستان شاهزاد طلال بن عبدالعزیز لوږ تړ کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62477-دعربستان_شاهزاد_طلال_بن_عبدالعزیز_لوږ_تړ_کړی
زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان شاهزاده طلال بن عبدالعزیز د ریاض په «ریټز کارلټون »هوټل کښې دخپلو دریو(۳) زامنو د نیول کیدا په دوام کښې لوږ تړ کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2018 01:46 Asia/Kabul
  • د شاهزادګانو په نیولو کښې د ال سعود رژیم اقدام د ولیعهد محمد بن سلمان د قدرت دزیاتولو لپاره دی .
    د شاهزادګانو په نیولو کښې د ال سعود رژیم اقدام د ولیعهد محمد بن سلمان د قدرت دزیاتولو لپاره دی .

زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان شاهزاده طلال بن عبدالعزیز د ریاض په «ریټز کارلټون »هوټل کښې دخپلو دریو(۳) زامنو د نیول کیدا په دوام کښې لوږ تړ کړی دی .

دعربستان سرچینو وویل شپږ اتیا(۸۶) کلن شاهزاده طلال بن عبدالعزیز د تیر میلادی کال د نوامبر په اولسمه(۱۷) نیټه دخپل زوی ولید له نیول کیدا وروسته لوږتړ پیل کړی .

دسعودی عربستان باچا دتیر میلادی کال په نوامبر میاشت کښې د خپل زوی محمد بن سلمان په مشرۍ د فساد دکمیټۍ دجوړولو حکم ورکړ چې په ترڅ کښې یې په لسګونو شاهزادګان او پخوانی او اوسنی چارواکی نیول شوی دی .

د ریاض د« باچا فیصل» روغتون ډاکټرانو کوشش کړی دی د شیشې له لارې شاهزاده طلال بن عبدالعزیز ته ډوډۍ ورکړی .

اکثره سیاستوالان باوری دی دسعودی عربستان د شاهزادګانو په نیولو کښې د ال سعود رژیم اقدام د ولیعهد محمد بن سلمان د قدرت دزیاتولو لپاره دی چې دامریکا ، انګلستان او داسرائیلو په حکم ترسره شوی دی .