هند او پاکستان یوبل ته د اټومی مرکزونو فهرست ورکړ
-
هند او پاکستان تراوسه د اټومي وسلو د پراختیا او دبندیز تړون این پي ټي(NPT) نه دی لاسلیک کړی .
ایرنا خبری اژانس وایی د هندوستان او د پاکستان خارجه وزارتونو په یووخت په نوی ډیلی او اسلام اباد کښې له ډیپلوماټیکې لارې دخپلو اټومی مرکزونو فهرست یوبل ته ورکړ .
دغه اقدام په اټومی مرکزونو د حملې د منع د موافقې پراساس ترسره کیږی کومه چې هند او پاکستان لاسلیک کړی ده .
دغه موافقه د ۱۹۸۸ میلادی کال ددسمبر په یودیرشمه(۳۱) نیټه لاسلیک شوه او د ۱۹۹۱ میلادی کال د جنورۍ د میاشتې په یویشتمه(۲۱) نیټه اجرا شوه .
ددغه موافقې پراساس هند او پاکستان د هرمیلادی کال دجنورۍ په لومړۍ میاشت کښې دخپلو اټومی مرګزونو او تاسیساتو په اړه یوبل ته اطلاعات ورکوی .
دا وویشتم (۲۷)ځل دی چې هند او پاکستان داډول اطلاعات سره تبادله کوی .
هند او پاکستان تراوسه د اټومی وسلو د پراختیا او دبندیز تړون این پی ټی(NPT) نه دی لاسلیک کړی .
د اسټکهلم دصلحې دنړیوالو تحقیقاتو او مطالعاتو موسسه وایی چې هند له نوی(۹۰) تر سلو (۱۰۰) او پاکستان هم له سلو(۱۰۰) تر یوسل شلو(۱۲۰) پورې اټومۍ خولۍ(Nuclear War Heads) لری .