دپاکستان ګوندونو د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62485-دپاکستان_ګوندونو_د_ټرمپ_څرګندونو_ته_غبرګون_وښود
ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان یوشمیر سیاسی ګوندونو او فعالانو د نوی میلادی کال په لومړۍ ورځ د اسلام اباد په اړه دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې وغندلې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2018 02:44 Asia/Kabul
  • پاکستان داسې فکر کوي چې دامریکا مشران بې وقوف دي .
    پاکستان داسې فکر کوي چې دامریکا مشران بې وقوف دي .

ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان یوشمیر سیاسی ګوندونو او فعالانو د نوی میلادی کال په لومړۍ ورځ د اسلام اباد په اړه دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې وغندلې .

دامریکا ولسمشر ټرمپ پرون په نوی میلادی کال کښې په خپل نوی ټویټر پیغام کښې ترهګرو ته په پناه ورکولو د پاکستان په تورنولو سره ګواښ وکړ چې واشنګټن له اسلام اباد سره مالی مرستې بندوی .

د پاکستان دپیپلز ګوند یوې (۱) غړيي  سناتور میرمن شیری رحمان په ټویټر پاڼې کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل د ټرمپ خبرې په امریکا باندې دپاکستان د ډاډ د نه کولو په درشل کښې ورولی .

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یوې(۱) اصلی غړی او دپارلمان استازی میرمن شیرین مزاری دامریکا د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په بې شرمه بللو سره وویل پاکستان خپل زیات پوځیان او ښاریز په هغه جنګ کښې چې هیڅکله یې باید پکښې ګډون نه کولای قربانی کړل .

هغې دپاکستان په حکومت غږ وکړ چې امریکا ته د هوایی او ځمکنیو ارتباطی خدماتو د ورکولو مخنیوی وکړی .

د پاکستان دعوامی مسلم لیګ مشر شیخ رشید احمد هم د امریکا د ولسمشر ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل امریکا نه پوهیږی چې په کوم ډول له یوه(۱) هیواد سره چلند وکړی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ پرون ویلی وو چې پاکستان واشنګټن ته له دروغو او دوکې پرته بل هیڅ شی نه دی ورکړی .

هغه وویل  پاکستان داسې فکر کوی چې دامریکا مشران بې وقوف دی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ وویل واشنګټن په تیرو پنځلسو(۱۵)کلونو کښې په بې وقوب توب سره پاکستان ته څه دپاسه درې دیرش(۳۳) میلیارډه ډالره مرستې ورکړی دی خو اسلام اباد په بدل کښې هغو ترهګرو ته چې مونږ یې په افغانستان کښې  لټوو پناه ځایونه ورکړی دی .