امریکا افغانستان ته نور پوځیان استوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62489-امریکا_افغانستان_ته_نور_پوځیان_استوی
زمونږخبریال وایی دامریکا یوې ورځپاڼې ویلی دی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان ته دنورو عسکرو استولوته چمتو کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2018 04:06 Asia/Kabul
  • امریکا غواړي په روان میلادي کال کښې دافغانستان حالات نور هم خراب کړي چې په دغه هیواد کښې د داعش وهابي ډلې د فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړي .
    امریکا غواړي په روان میلادي کال کښې دافغانستان حالات نور هم خراب کړي چې په دغه هیواد کښې د داعش وهابي ډلې د فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړي .

زمونږخبریال وایی دامریکا یوې ورځپاڼې ویلی دی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان ته دنورو عسکرو استولوته چمتو کیږی .

دغه ورځپاڼې زیاته کړه دامریکا نور په زرګونو پوځی سلاکاران به د افغانستان په سرحد کښې ددیره عسکرو د مرستې لپاره واستول شی .

دغه ورځپاڼې وویل په افغانستان کښې دامریکا دعسکرو قوماندان جنرال جان نیکلسن به دعسکرو شمیر نسبتا لږ شان زیات کړی خو بمباریانې به زیاتې شی .

دامریکا دغه ورځپاڼې وویل په نوی میلادی کال کښې دافغانستان د حالاتو دخرابیدا اندیښنه شته .

امریکا غواړی په روان میلادی کال کښې دافغانستان حالات نور هم پسې خراب کړی چې په دغه هیواد کښې د داعش وهابی ډلې د فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړی .