ایران دامریکا د چارواکو لاسوهنې وغندلې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62547-ایران_دامریکا_د_چارواکو_لاسوهنې_وغندلې
ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې دایران داسلامی جمهوریت نمایندګۍ بیګا په یوې(۱) بیانیې کښې په ایران کښې د وروستیو بلواو او تاوتریخوالی په ملاتړ کښې د امریکا د چارواکو لاسوهونکی ویناوې په کلکه وغندلې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 03, 2018 00:49 Asia/Kabul
  • سوریې ، ترکیې ، عراق  او  د لبنان او د  فلسطین مبارزو ډول دایران په کورنیو چارو کښې دامریکا لاسوهنه وغندله .
    سوریې ، ترکیې ، عراق او د لبنان او د فلسطین مبارزو ډول دایران په کورنیو چارو کښې دامریکا لاسوهنه وغندله .

ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې دایران داسلامی جمهوریت نمایندګۍ بیګا په یوې(۱) بیانیې کښې په ایران کښې د وروستیو بلواو او تاوتریخوالی په ملاتړ کښې د امریکا د چارواکو لاسوهونکی ویناوې په کلکه وغندلې .

دایران داسلامی جمهوریت نمایندګۍ په دغه بیانیې کښې په ایران کښې له تاوتریخوالی او ناکراری رامینځته کولو د امریکا د چارواکو ملاتړ د امریکا او په سیمه کښې د واشنګټن د ملګرو هیوادونو د سیاست په ماتی د سرپوښ کیښودل وباله .

په ملګروملتونو کښې دایران دنمایندګۍ ددفتر په بیانیې کښې ویل شوی دی په ایران کښې د  وروستیو بلواو په ملاتړ کښې دامریکا دچارواکو څرګندونې په سیمه کښې دامریکا او دهغې د ملګرو هیوادونو(عربو هیوادونو) په ماتی خوړلیو سیاستونو د برغولی د کیښودلو لپاره دی چې له دې لارې د ایران له زړور او شریف ملت څخه غچ واخلی .

دغه بیانیه په دې خبرې ټینګار سره چې په تیرو څلویښتو(۴۰) کلونو کښې دایران امنیت او ثبات په خلکو تکیه لری زیاتوی دایران خلک د وروستیو فضا جوړونو په اپوټه د خپلو حقوقو او بریاو ساتنه کوی او اجازه به ورنکړی تاوتریخوالی او ورانۍ دغه تاریخی بریاوې او شخصی حقوق له مینځه یوسی .

په ملګروملتونو کښې دایران داسلامی جمهوریت نمایندګۍ دغه راز په ملګروملتونو کښې دامریکا د استازی میرمن نیکې هیلې ګواښونه او چټی خبرې په ایران کښې د تاوتریخوالی او د بلواو د زیاتولو دملاتړ په لړ کښې وبللې .

نیکې هیلې پرون په ملګروملتونو کښې په خبری کانفرنس کښې دایران په ځینو ښارونو کښې د وروستیو بلواو ملاتړ وکړ .

په ایران کښې له وورستیو بلواو د امریکا دچارواکو او په ملګروملتونو کښې د امریکا د استازی نیکې هیلی ملاتړونه په داسې حال کښې دی چې سوریې ، ترکیې ، عراق  او  د لبنان او د  فلسطین مبارزو ډ دایران په کورنیو چارو کښې دامریکا لاسوهنه وغندله .