په ایران کښې د امریکا، عربستان او اسرائیلو پلان ماتی وخوړله
-
امریکا، صهیونیسټ رژیم او سعودي عربستان د جنګ په لور د سیمې د بیولوکوشش کوي .
زمونږ خبریال وایی د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله په ایران کښې د تیرو څو ورځو حالاتو ته په غبرګون کښې پرون وویل په ایران کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ، د صهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او د سعودی عربستان رژیم اقداماتو ماتی خوړلی ده .
هغه پرون له المیادین ټیلی ویژن سره په مرکه کښې ډاګینه کړه دایران پرضد دامریکا او دهغې د ملګرو هیوادونو اقدامات د فلسطین له مسلې او مقاومت څخه دایران داسلامی جمهوریت د ملاتړونو په دلیل دی .
دلبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله په دې خبرې ټینګار سره چې دایران خلک په مقاومت ایمان لری وویل د ایران ملت تراوسه په ځلونو دامریکا او دهغې دمتحدانو پلانونه له خاورو سره خاورې کړی دی .
هغه د فلسطین دملت په نا تسلیمیدا هم ټینګار وکړ او ویې ویل حزب الله به دفلسطین له مقاومت سره د مرستې لپاره په هر فرصت کښې هیڅ شک ونکړی .
د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله وویل امریکا، صهیونیسټ رژیم او سعودی عربستان د جنګ په لور د سیمې د بیولوکوشش کوی خو د مقاومت چورلیز چمتو دی دهغوې په وړاندې مقاومت وکړی .
دامریکا،صهیونیسټ رژیم او د سعودی عربستان چارواکو او حکومتونو او پردیو رسنیو د ایران د ولس له اعتراضونو په استفادې سره هڅه وکړه دغه اعتراضونه د ګډوډۍ او دبلواو درامینځته کولو په لاره کښې هدایت کړی .