په ایران کښې د امریکا، عربستان او اسرائیلو پلان ماتی وخوړله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62625-په_ایران_کښې_د_امریکا_عربستان_او_اسرائیلو_پلان_ماتی_وخوړله
زمونږ خبریال وایی د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله په ایران کښې د تیرو څو ورځو حالاتو ته په غبرګون کښې پرون وویل په ایران کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ، د صهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او د سعودی عربستان رژیم اقداماتو ماتی خوړلی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2018 01:25 Asia/Kabul
  • امریکا، صهیونیسټ رژیم او سعودي عربستان د جنګ په لور د سیمې د بیولوکوشش کوي .
    امریکا، صهیونیسټ رژیم او سعودي عربستان د جنګ په لور د سیمې د بیولوکوشش کوي .

زمونږ خبریال وایی د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله په ایران کښې د تیرو څو ورځو حالاتو ته په غبرګون کښې پرون وویل په ایران کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ، د صهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او د سعودی عربستان رژیم اقداماتو ماتی خوړلی ده .

هغه پرون له المیادین ټیلی ویژن سره په مرکه کښې ډاګینه کړه دایران پرضد دامریکا او دهغې د ملګرو هیوادونو اقدامات د فلسطین له مسلې او مقاومت څخه دایران داسلامی جمهوریت د ملاتړونو په دلیل دی .

دلبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله په دې خبرې ټینګار سره چې دایران خلک په مقاومت ایمان لری وویل د ایران ملت تراوسه په ځلونو دامریکا او دهغې دمتحدانو پلانونه له خاورو سره خاورې کړی دی .

هغه د فلسطین دملت په نا تسلیمیدا هم ټینګار وکړ او ویې ویل حزب الله به دفلسطین له مقاومت سره د مرستې لپاره په هر فرصت کښې هیڅ شک ونکړی .

د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله وویل امریکا، صهیونیسټ رژیم او سعودی عربستان د جنګ په لور د سیمې د بیولوکوشش کوی خو د مقاومت چورلیز چمتو دی دهغوې په وړاندې مقاومت وکړی .

دامریکا،صهیونیسټ رژیم او د سعودی عربستان چارواکو او حکومتونو او پردیو رسنیو د ایران د ولس  له اعتراضونو په استفادې سره هڅه وکړه دغه اعتراضونه د ګډوډۍ او دبلواو درامینځته کولو په لاره کښې هدایت کړی .