امریکا د پاکستان پرضد تورونه بیا تکرار کړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62627-امریکا_د_پاکستان_پرضد_تورونه_بیا_تکرار_کړل
ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې دامریکا استازیی میرمن نیکې هیلې او د ملی امنیت سلاکار میک ماسټر د پاکستان پرضد د خپل هیواد دولسمشر ډونالډ ټرمپ تورونه بیا تکرار کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2018 01:44 Asia/Kabul
  • امریکا له سعودي عربستان، انګلستان او ځینو نوروعربو هیوادونو سره یوځاې په ټوله نړۍ کښې دترهګرو ډلو اصلي جوړونکي او مالي او پوځي مرسته کونکی هیواد دی .
    امریکا له سعودي عربستان، انګلستان او ځینو نوروعربو هیوادونو سره یوځاې په ټوله نړۍ کښې دترهګرو ډلو اصلي جوړونکي او مالي او پوځي مرسته کونکی هیواد دی .

ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې دامریکا استازیی میرمن نیکې هیلې او د ملی امنیت سلاکار میک ماسټر د پاکستان پرضد د خپل هیواد دولسمشر ډونالډ ټرمپ تورونه بیا تکرار کړل .

په ملګروملتونو کښې دامریکا استازی نیکې هیلې پرون وویل سپینه ماڼۍ له پاکستان سره خپلې ټولې مالی مرستې بندوی ځکه چې د اسلام اباد حکومت د افغانستان پرضد د ترهګرو ډلو ملاتړ او کوربه توب کوی .

دامریکا د ملی امنیت سلاکار میک ماسټر هم وویل واشنګټن نور  دپاکستان دوه ګوڼه سیاستونه نشی زغملی په داسې حال کښې چې له پاکستان څخه تل دغه غوښتنه شوی ده چې په افغانستان کښې  دجنګ د کنټرولولو  هڅه وکړی  خو دغه هیواد له ترهګرۍ د خپل بهرنی سیاست د اوزار په توګه استفاده کوی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې دوشنبې ورځ د نوی میلادی کال په لومړۍورځ په خپل نوی ټویټر پیغام کښې تاوتریخوالی غواړو سرزورو ډلو ته د پناه په ورکولو او په دې زمینه کښې په دروغ ویلو د پاکستان په تورنولو سره ګواښ وکړ واشنګټن له اسلام اباد سره مالی مرستې غوڅوی .

امریکا له سعودی عربستان، انګلستان او ځینو نوروعربو هیوادونو سره یوځاې په ټوله نړۍ کښې دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او مالی او پوځی مرسته کونکی هیواد دی .