عراق له ترهګرۍ سره په مبارزې ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62629-عراق_له_ترهګرۍ_سره_په_مبارزې_ټینګار_وکړ
زمونږخبریال وایی دعراق د پارلمان مشر سلیم الجبوری له ترهګرۍ سره د مبارزې او په عراق او سیمه کښې دامنیت او دثبات دټینګیدا د تضمین لپاره د نړیوالو او سیمه ایزو هڅو دکوټلتیا پر اړتیا ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2018 01:56 Asia/Kabul
  • سوریې او عراق کښې دداعش ډلې له ماتي سره سره په سیمه کښې ددغه ډلې خطر اوس هم شته .
    سوریې او عراق کښې دداعش ډلې له ماتي سره سره په سیمه کښې ددغه ډلې خطر اوس هم شته .

زمونږخبریال وایی دعراق د پارلمان مشر سلیم الجبوری له ترهګرۍ سره د مبارزې او په عراق او سیمه کښې دامنیت او دثبات دټینګیدا د تضمین لپاره د نړیوالو او سیمه ایزو هڅو دکوټلتیا پر اړتیا ټینګار وکړ .

د عراق د پارلمان مشر سلیم الجبوری پرون په بغداد کښې دامریکا له سفیر ډګلس سیلی مین (Douglas Silliman) سره په کتنې کښې وویل په سوریې او عراق کښې دداعش ډلې له ماتی سره سره په سیمه کښې ددغه ډلې خطر اوس هم شته او په همدې دلیل له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره نړیواله هڅه باید دوام ولری .

الجبوری دعراق بیارغاونې ته د اړونده دوسیې او  دداعش ډلې له نیواک څخه ازادو شویو سیمو ته د کډوالو  د ستنیدا  اهمیت ته په اشارې سره وویل عراق په ورپسې پړاو کښې د بیا رغاونې او په ورانو شویو سیمو کښې د خلکو دهستوګنې د شرایطو د برابرولو  کوشش کوی .

داعش تکفیری ترهګرې ډلې چې امریکا، انګلستان ، فرانسې ، سعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو، اردن ،بحرین ، کویت ، ترکیې ، قطر ،اسرائیلو او ځینو نوروعربو او اروپایی هیوادونو خپلو هدفونوته د رسیدا او داسرائیلو لپاره دامن حاشیې د رامینځته کولو لپاره جوړه کړی ده په عراق کښې ډیرې سیمې ورانې کړی دی او څو میلیونه خلک یې کډوال کړی هم دی او په زرګونو بې  ګناه خلک چې ښځې او ماشومان پکښې شامل دی وژلی هم دی .