امریکا یوځل بیا د ایران دبلواګرو ملاتړ اعلان کړ
Jan 04, 2018 02:12 Asia/Kabul
-
امریکا په خپل دوه سوه یوڅلویښت (۲۴۱)کلن تاریخ کښې په ځلونو دایران په کورنیو چارو کښې لاسوهنې کړي .
زمونږخبریال وایی د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس چې هیواد یې د ایران په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې ډیرې دوسیې لری پرون یوځل بیا په ایران کښې د بلواګرو ملاتړ وکړ
هغه وویل په ایران کښې بلواګر د امریکا د ډیموکراټ او د ریپبلیکن دواړو سیاسی ګوندونو له ملاتړه برخور دی .
دامریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس په تیرې دوشنبې ورځې هم ټینګار کړی وو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په قدرت سره په ایران کښې د بلواګرو ملاتړ وکړی .
امریکا په خپل دوه سوه یوڅلویښت (۲۴۱)کلن تاریخ کښې په ځلونو دایران په کورنیو چارو کښې لاسوهنې کړی او زیات جنایتونه یې هم ترسره کړی دی .
ټیګونه