دښمانان په ایران کښې د ناامنۍ کوشش کوی
-
دایران خلک او حکومت به دامریکا او دصهیونیسټ رژيم د دسیسو د شنډولو په ترڅ کښې دملتونو د حقه حقونو په ملاتړ کښې خپل مهم رول ته دوام ورکړي .
ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال فیصل مقداد وویل په سیمه کښې د سورېې دپوځ او دایران په شان د متحدانو په بریالیتوبونو پسې ماتی خوړلی دښمانان په ایران کښې دناکرارۍ د رامینځته کولو کوشش کوی .
هغه بیګا دایران دپارلمان له یوه(۱) پلاوی سره په کتنې کښې چې دمشق ته ورغلی دی دسیمې د بدلونونو په وړاندې دتهران د سیاستونو په قدرونې سره ټینګار وکړ سوریه ډاډمنه ده چې دایران خلک او حکومت به دامریکا او دصهیونیسټ رژیم د دسیسو د شنډولو په ترڅ کښې دملتونو د حقه حقونو په ملاتړ کښې خپل مهم رول ته دوام ورکړی .
دسوریې دباندنیو چارو د وزیر مرستیال فیصل مقداد دایران په ځینو سیمو کښې د وروستیو بلواو په غندلو سره امریکا ، اسرائیل او دهغوې سیمه ایز عرب ملګری ددغو پیښو شاته وبلل او دایران له اسلامی جمهوریت سره د سوریې د ملت او مشرانو په پیوستون ټینګار وکړ .
هغه دغه راز د سوریې د کړکیچ نهای چاره دهیواد په کورنیو چارو کښې د پردیو هیوادونو له لاسوهنې پرته د خلکو ارادې ته داحترام پراساس سیاسی حل لاره وبلله او یادونه یې وکړه د مقاومت اراده به دسیمې په ټوټې ټوټې کولو او د تیریګرو سیاستونو دپلې کولو لپاره د مناسبې زمینې د رامینځته کولو او د مقاومت دچورلیز د کمزوری کولو لپاره د امریکا او دصهیونیسټ رژیم د توهماتو د تحق په لاره کښې خنډ شی .
په دغه کتنې کښې د ایران او دسوریې دپارلمانی دوستۍ ډلې نائب مشر احمد سالک هم چې سوریې ته د ایران داسلامی شورا د ورغلی پلاوی مشرۍ پرغاړه لری په داعش ترهګرې ډلې او سرزوروتفکراتو د ګډ بریالیتوب په اړه مبارکۍ سره د صهیونیسټ رژیم په وړاندې د تهران او ددمشق په وحدت او پیوستون ټینګار وکړ .