دشمالی او دجنوبی کوریا ترمینځ تماس ټینګ شوی
-
ټاکل شوي ده چې شمالي او جنوبي کوریا په لومړي پړاو کښې د جنوبي کوریا د ژمي د اولمپیک لوبو ته په اړونده مسایلو غور وکړي .
ایرنا خبری اژانس وایی د جنوبی کوریا د ژمی په اولمپیک په لوبو کښې د شمالی کوریا د ورزش کارانو د ګډون او د دواړو کوریاو د چارواکو ترمینځ د ارتباط په ضرورت د ټینګار په اړه د شمالی کوریا د مشر له نوی پیغام وروسته پرون مازیګر د لومړی ځل لپاره د دواړوهیوادونو ترمینځ ټیلی فونی تماس ټینګ شو .
د جنوبی کوریا د وحدت وزارت تائید کړه پرون مازیګر په ځانګړی ارتباطې ټیلی فونی لیکې سره چې تازه رامینځته کړې شوی ده د شمالی او دجنوبی کوریا چارواکو تر شلو (۲۰)دقیقوپورې خبرې وکړې چې له فنی پلوه د ټیلی فون په لیکې غور وشی او هغه وزمویل شی .
د جنوبی کوریا دوحدت وزارت زیاته کړه په راتلونکو ساعتونو کښې دشمالی کوریا لخوا دتماس د ټینګیدا احتمال شته او جنوبی کوریا ددغه تماس په تمه ده .
شمالی کوریا پرون سهار ویلی وو د دواړو کوریاو ترمینځ د نیغ په نیغ دتماس ټیلی فون لیکه چې واک ته دکیم جونګ اون له رسیدا وروسته ختمه شوی وه پرون مازیګر له سره ټینګه شوه .
د شمالی کوریا د رسمی خبری اژانس د راپور پراساس ټاکل شوی ده چې شمالی او جنوبی کوریا په لومړی پړاو کښې د جنوبی کوریا د ژمی د اولمپیک لوبو ته په اړونده مسایلو غور وکړی .
د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون د نوی میلادی کال په مناسبت په یوې (۱)وینا کښې ویلی د دواړو کوریاو ترمینځ ددوه اړخیزه خبرو ترسره کولوته چمتو دی خو په عین حال کښې له خپلو اټومی پروګرامونو لاس نه اخلی .
دغه راز دجنوبی کوریا ولسمشر هم د کابینې په تیرې سې شنبې ورځ غونډې کښې د وحدت، کلتور او ورزش له وزارتونو غوښتی وو د ژمی داولمپیک په لوبو کښې د شمالی کوریا دګډون لپاره ضرروی اقدامات او ګامونه پورته کړی .
په تیرو څو میاشتو کښې دشمالی او دجنوبی کوریا اړیکې د امریکا او دهغې د سیمه ایزو متحدانو یعنی دجنوبی کوریا او دجاپان لخوا له پوځی خوځښتونو اود شمالی کوریا لخوا د اټومی او دتوغندوی ازموینو له ترسره کیدا وروسته کړکیچنې شوی دی .