مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی تر دی سرټکی لاندی، چی «نیواکی سیمو ته د مایک پنس سفر یو ځلی بیا وځنډیډ» او«د فلسطینیانو د خشم دوږخ ته له سفر څخه ویره»؛ لیکلی دی:
د صهیونیسټی رژیم د پایتخت په توګه د بیت المقدس اعلان، د امریکی لپاره هماغه راز مشکلات رامنځته کوی. راپورونه او شواهد د دی بیانونکی دی، چی د امریکی د ؤلس مشر لمړئ مرستیال«مایک پنس» غواړی، اسرائیلو ته خپل ټاکل شوئ سفر، یو ځلې بیا وځنډوی. د اسرائیلو د رژیم خارجه وزارت هم اعلان وکړ، د پنس د سفر په هکله کوم پروګرام نشته. خو د مایک پنس د دفتر رئیس«جارودآګن» د دوشنبی په ورځ د آسوشیتدپرس خبری آژانس ته ویلی وؤ، چی اسرائیلو ته د امریکی د ؤلس مشر د لمړی مرستیال سفر به، په روان میلادی کال کی سرته ورسیږی؛ خو کومه خاصه نیټه ورته نه ده ټاکله شوې.
د امریکی ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ»؛ د ډسمبر په ۶ نیټه، بیت المقدس د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت وپیژاند، او په هماغه وخت ټاکل شوې وه؛ خپلو متحدانو ته د امریکی د ژمنی د ښودلو لپاره، مایک پنس منځنی ختیځ ته سفر وکړی.
*******
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپانه کی لولو:« اسلام آباد د پاکستان- آمریکی ترمنځ د استراتژیکی همکارۍ پایته رسیدل اعلان کړل»
د پاکستان د دفاع وزیر، له ترهه ګرو څخه د دغه هیواد د ملاتړ په هکله، د پاکستان د مقامونو په خلاف د ټرمپ د تورونو په عکس العمل کی، د اسلام آباد- واشنګټن د ستراتژیکو اړیکو او همکاریو پایته رسیدل، اعلان کړل. د پاکستان د دفاع وزیر «خرم دستګیر خان» وویل: د واشنګټن او اسلام آباد ترمنځ همکارې؛ تقریباً پایته رسیدلې ده، او نشی کیدای د هیواد په داخل کی د امریکی د پوځی عملیاتو د کیدو امکان قبول کړو. هغه؛ د پاکستان په خاوره کی د ترهه ګرو ډلو په خلاف، د یو اړخیزو پوځی عملیاتو د سرته رسولو لپاره؛ واشنګټن ته د خبردارئ په ورکولو سره څرګنده کړه: که امریکا؛ پدغه هیواد کی د ترهه ګرو د پټن ځایونو په باره کی اطلاعات لری، موږ ته وسپاری ترڅو د هغو په خلاف لاس په کار شو.
له بلې خوا؛ د پاکستان لمړی وزیر«شاهد خاقان عباسی»، د پاکستان د مقاماتو په ضد؛ د ټرمپ د وروستیو ټویټری تورونو په ځواب کی، هغه د درک وړ ونه بلل. په همدی حال کی د پاکستان د ملی امنیت شورا، په یوې بیانیه کی اعلان وکړ: امریکې، په افغانستان کی له ۱۶ کلونو جګړې وروسته؛ پدغه هیواد کی د سولې په را وستو کی د خپلې ماتې په وړاندی؛ پاکستان خپل ډال ګرځولئ دئ.
*******
د تهران چاپ د ایران په ورځپاڼه کی، پدې هکله یو راپور لیکل شوئ، چی«په سل میلیارد ډالریزې بودجې سره؛ د عراق بیا جوړول پیل شول»
په عراق کی د داعش ترهه ګری- تکفیری ډلې په نابودیدو سره، د یاد هیواد لمړی وزیر خبر ورکړ: چی د عراق په تیره بیا له داعش سره په جګړه کی د وران شویو سیمو، د بیا جوړونی پروسه په سل میلیارد ډالرو بودجې سره پیل شوې ده.
د سومریه نیوز شبکې د ویب سایټ د راپور په اساس، د عراق لمړی وزیر«حیدر العبادی» چی د دغه هیواد د شمال د کړکیچ د ختمولو لپاره، له اربیل سره د مذاکرو د تعقیبولو په حال کی دئ، د خپل هیواد د بیاجوړونی په اهمیت په ټینګار سره خبر ورکړ؛ چی د سل میلیارد ډالرو په ارزښت، د عراق د بیا جوړونی ملی سند؛ اجرایی شوئ دئ، ترڅو وکولای شو په قدرت او په سنجول شوی پروګرام سره، نړیوالې ټولنې ته ور وګرځو.
د عراق لمړی وزیر زیاته کړه: حاضر دمه؛ په دولت پوری د وسلو د محدودولو لپاره مو، یولړ اقدامات پیل کړی دی. په همدی هکله هم د عراق خلګ؛ هغه ځایونه چی وسلی پکی دی، دولت ته ښیې او همکاری کوی.
د تهران چاپ د جمهوری اسلامی ورځپاڼی لیکلی دی:«د ملګرو ملتو سازمان؛ د عربستان د سیاسی فعالانو ځپل په کلکه وغندل»
د ملګرو ملتو د بشری حقوقو شورا په یو راپور کی؛ د سعودی مقاماتو په وسیله، د عربستانی سیاسی- حقوقی فعالانو او لیکوالانو ځپل، په کلکه وغندل، او د هغوی د چټک آزادیدو غوښتونکې شوه. د ملګرو ملتو د بشری حقوقو شورا، د عربستان له ټروریزم سره د مقابلې او امنیتی قوانینو په اساس، د دینی شخصیتونو؛ لیکوالانو؛ ورځپاڼه لیکونکو؛ پوهنتونوالو او سیاسی- حقوقی فعالانو هدفمن او شدید نیول، په کلکه وغندل. دغې شورا؛ په همدې اړه د په عربستان کی د بشری حقوقو د فعالانو په خلاف، د سعودی د مقاماتو له خشونت څخه د اندیښنې په څرګندولو سره؛ د هغو لس ګونو فعالانو د چټک آزادیدو غوښتنه وکړه؛ چی د سپټمبر له میاشتې څخه بندیان شوی دی.
په یو بل خبر کی؛ یو شمیر سرچینو اعلان وکړ: چی عربستان او امارات د خپلې بودجې د کمښت د جبیره کولو لپاره، په بی مخینی توګه؛ د شیانو د بیې د زیاتیدو د مالیاتو اخیستو ته مخه کړې ده. دغو سرچینو وویل: سعودی عربستان فیصله کړې ده د شیانو د بیې مالیات، پنځه فیصده زیات کړی، چی دغه مسئله پدی هیواد کی د بیو د بی ساری زیاتیدو سبب شوې ده. د«الخلیج الجدید» د خبری ویب سایټ په لیکنه؛ په عربستان کی د سونګو بیه؛ ۱۲۷ فیصده زیاته شوې ده، او پدی هیواد او امارات کی د شیانو د بیې د مالیاتو پلی کیدل؛ د اساسی بدلونونو سبب ګرځیدلی دی.
*******
اوس هم د بهرنیو ورځپاڼو مطالبو لنډه کتنه کوؤ:
د نړۍ یو شمېر رسنیو د جاشوا بویل قضیې ته کتلی دی.
جاشوا بویل هغه کاناډایی تبعه دی چې له کورنۍ سره پنځه کاله د طالبانو په بند کې وو.
د بریتانیې ګارډین ورځپاڼې په دې اړه لیکلی دی، د کاناډا پولیسو د بویل پر وړاندې پنځلس موارد ثبت کړی چې پکې تېری، د قتل تهدید، تښتونه او د دې هېواد د پولیسو تېر ایستل شامل دی.
طالبانو-بویل له خپلې کورنۍ سره په ۲۰۱۲مېلادی کال کې په افغانستان کې وتښتاوه او پنځه کاله د دې ډلې په بند کې پاته شو.
بویل او کورنۍ یې د ۲۰۱۷مېلادی کال په اکتوبر میاشت کې په پاکستان کې د طالبانو له بنده راخوشی کړای شو.
جاشوا بویل کاناډا ته تر رسېدو وروسته ادعا وکړه چې د پنځو کلونو بند پر مهال طالبانو د ده څلورم اولاد چې لور وه، ور ووژله او د ده پر مېرمنې یې جنسی تېری وکړ.
خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.
ګلوب اینډ مېل:
کاناډایی ورځپاڼې ګلوب اینډ مېل هم په دې اړه لیکنه کړې ده.
جاشوا بویل د طالبانو له بنده راخوشی کېدو څو میاشتې وروسته د قتل په تهدید او یو شمېر نورو مواردو تورن شوی دی.
ورځپاڼې د بویل د مدافع وکیل ایریک ګرانګر څرګندونې هم خپرې کړی دی.
ګرانګر وایی، بویل بې ګناه دی او هېڅ تېروتنه یې نه ده کړې.
د کاناډا د صدارت دفتر تائیدوی چې تر کسمس یوه اوونۍ مخکې جاشوا بویل او کورنۍ یې د دې هېواد له صدراعظم جسټن ټروډو سره وکتل.
خو د ښاغلی ترودو دفتر له بویل څخه د پلټنو په اړه تر اوسه څه نه دی ویلی.
تر اوسه نه دی ویل شوی چې که د طالبانو دغه پخوانی زندانی مجرم وپېژندل شی، له څه مجازاتو سره به مخامخ شی؟
نیوزویک:
او نیوزویک مجلې په افغانستان کې په ۲۰۱۸مېلادی کال کې د لومړی امریکایی وژل کېدو ته پام کړی دی.
د مجلې په وینا، د نیوجرزی ایالت سناتور کوری بُوکر دا سرتېری میهایل ګولن معرفی کړی دی.
نیوزویک لیکلی، د کال په لومړۍ ورځ امریکایی سرتېرو ته تلفات اووښتی چې تر دې مخکې په افغانستان کې د نړیوالو قواوو قوماندان ویلی وو، چې ۲۰۱۸مېلادی کال به په دې هېواد کې د امریکایی سرتېرو لپاره خطرناک وی.