له جامعې ایټمی موافقې دامریکا وتل به ستره تیروتنه وی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62675-له_جامعې_ایټمی_موافقې_دامریکا_وتل_به_ستره_تیروتنه_وی
زیاتره امریکائی پوهانو اومتفکرانو هم په کرتو وئیلی دی،که امریکا له جامعې ایټمی موافقې ووځی نو په نړۍکې به منزوی شی او هیڅ حیثیت به ئې پاتې نشی،خو دا یوازینۍډونالډ ټرمپ دی چې خپلو جنجالی دریځونو او کارړنګونو ته دوام ورکوی او هرڅه په پوځی قدرت او دړکو سره حل کول غواړی چې دور ئې تیر شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2018 12:01 Asia/Kabul
  • له جامعې ایټمی موافقې دامریکا وتل به ستره تیروتنه وی

زیاتره امریکائی پوهانو اومتفکرانو هم په کرتو وئیلی دی،که امریکا له جامعې ایټمی موافقې ووځی نو په نړۍکې به منزوی شی او هیڅ حیثیت به ئې پاتې نشی،خو دا یوازینۍډونالډ ټرمپ دی چې خپلو جنجالی دریځونو او کارړنګونو ته دوام ورکوی او هرڅه په پوځی قدرت او دړکو سره حل کول غواړی چې دور ئې تیر شوی دی .

  زمونږخبریال راپور راکړ  دفرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون  له سی این این ټیلیویژنی چینل سره په  مرکې کې  چې بیګا خپره شوې ، روښانه کړې ،  که دامریکا ولسمشر  له جامعې ایټمی موافقې  ووځی نو ستره  تیروتنه به ئې کړی وی .

 آمانویل ماکرون     هیله ښودلې   دامریکا ولسمشر  له هوشه کار واخلی  او  د ایران او ۵+۱ ډلې ترمینځ شوی نړیوالې موافقې باندې  سترګې پټې نه کړی . 

 دفرانسې ولسمشر په عین حال کې مدعی شوی ،   جامعه ا یټمی موافقه  باید بشپړ شی  او هڅه به وکړی ، ډونالډ ټرمپ قانع کړی  چې په دغې لارې کې ورسره ملګری شی .

  دایران اسلامی جمهوریت   او حتی  د اروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست  مسئولې او د۵+۱دلې  دمرکچی ټیم مشرې  میرمن فډریکا موګرینی  او د جامعې ایټمی موافقې  لاس لیک کونکو نورو لورو  هم په کرتو ټینګار کړی دی ،  چې دغه نړیواله موافقه  ښه او  تمامه شوې ده  چې  اصلاح ته هیڅ ضرورت نه لری  او ټول لوری ئې باید  د دغې  هراړخیزې موافقې  اجرا ته  عملی ژمنتیا وې ولری .

  داپه داسې حال کې دی چې   زیاتره امریکائی  پوهانو اومتفکرانو  هم  په کرتو وئیلی دی ،  که  امریکا  له جامعې ایټمی موافقې ووځی نو  په نړۍ کې به منزوی شی او  هیڅ حیثیت به ئې پاتې نشی ، خو دا یوازینۍ  ډونالډ ټرمپ دی چې  خپلو جنجالی  دریځونو او کارړنګونو ته دوام ورکوی    او هر څه په پوځی قدرت  او دړکو سره حل کول غواړی چې   دور ئې تیر شوی دی .