امریکا له پاکستان سره خپلې مرستې ځنډوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62713-امریکا_له_پاکستان_سره_خپلې_مرستې_ځنډوی
زمونږخبریال وایی د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویندویې میرمن هیتر نوئرټ (Heather Nauert) وویل واشنګټن له اسلام اباد سره خپلی پوځی او مالی مرستې ځنډوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2018 01:58 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې دامریکا پوځي شتون د ناامنۍ ، ترهګرۍ او دنشه ایزو موادو د کر او تولید د زیاتیدا سبب شوی دی .
    افغانستان کښې دامریکا پوځي شتون د ناامنۍ ، ترهګرۍ او دنشه ایزو موادو د کر او تولید د زیاتیدا سبب شوی دی .

زمونږخبریال وایی د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویندویې میرمن هیتر نوئرټ (Heather Nauert) وویل واشنګټن له اسلام اباد سره خپلی پوځی او مالی مرستې ځنډوی .

هغې بیګا ادعا وکړه پاکستان هغو ترهګرو ډلو ته چې په افغانستان کښې دامریکا په عسکرو حملې کوی پناه ورکوی او په همدې دلیل واشنګټن هم اسلام اباد ته امنیتی مالی مرستې او ځینې پوځی تجهیزات نه ورکوی .

امریکا اوس له پاکستان سره د ۲۵۵ میلیونه ډالرو مرستې کول ځنډولی دی .

دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ویندویې ټینګار وکړ واشنګټن پاکستان په سیمه کښې دبې ثباتۍ عامل ګڼی او هغې  اسلام اباد  دامریکا په عسکرو په حملو تورن کړ .

امریکا ادعا کوی چې پاکستان په افغانستان کښې له دیره ترهګرو ډلو په مالی او پوځی ملاتړونو سره په دغه هیواد کښې د ترهګرۍ او دناامنۍ د زیاتیدا سبب دی .

داپه داسې حال کښې دی چې دافغانستان خلک او حکومتی چارواکی باوری دی چې په دغه هیواد کښې دامریکا پوځی شتون د ناامنۍ ، ترهګرۍ او دنشه ایزو موادو د کر او تولید د زیاتیدا سبب شوی دی .