دیمن انصار الله غورځنګ دعربستان دوه پوځیان ووژل
-
سعودي عربستان دیمن په لسګونو زره بې ګناه خلک چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي وژلِی دی .
زمونږ خبریال وایی د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ غړیو پرون مازیګر دخپل هیواد د خلکو پرضد د سعودی عربستان تر مشرۍ لاندې دائتلاف جنایتونو ته په ځواب کښې دسعودی عربستان په جنوب لویدیځ کښې په جیزان ولایت کښې د عربستان دوه(۲) پوځیان هلاک کړل .
دیمن عسکرو دغه راز دسعودی عربستان په جنوب لویدیځ کښې د جیزان ولایت په الموسم سیمه کښې دعربستان د پوځ او دهغه دګوډاګیانو په مرکزونو د زلزال دوه (۲)ډوله توغندی حمله وکړه چې تراوسه یې د احتمالی مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی رسیدلی .
دیمن عسکرو دغه راز د سعودی عربستان په جنوب کښې په نجران سیمه کښې هم دحکومتی عسکرو د راغونډیدا په مرکز ډزې وکړې .
دیمن عسکرو په جنوب کښې د تعزښار په الجحملیه سیمه کښې دسعودی عربستان د ګوډاګیانو په مرکزونو اوسنګرونو د کاتیوشا توغندیو حملې وکړې او له کبله یې یوشمیر عسکر مړه او یا ژوبل شول.
دیمن دپوځ دتوغندیو برخې هم وویل په عربستان کښې یې په یوه(۱) پوځی مرکز په بریالیتوب سره د لنډواټنه بلاسټیک توغندی حمله کړی ده .
سعودی عربستان د امریکا، متحده عربی اماراتو او څو نورو هیوادونو په مرستې سره د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې په یمن حملو او دغه راز له ځمکې ، سمندر او هوا څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې تراوسه ددغه هیواد په لسګونو زره بې ګناه خلک چې اکثره یې ښځې او ماشومان دی وژل شوی دی .