دامنیت شورا غونډې دایران په واکمنۍ برید دی
-
واشنګټن د ملګروملتونو دمنشور مادې دخپلو سیاسي ګټو قرباني کوي .
زمونږخبریال وایی د روسیې حکومت دایران په اړه دغونډې د جوړولو لپاره د ملګروملتونو دامنیت شورا فیصله د ایران د واکمنۍ په حق نیغ په نیغه حمله وبلله .
د ملګروملتونو امنیت شورا بیګا دامریکا په غوښتنه دایران په ځینو ښارونو کښې د وروستیو بلواو په اړه غونډه وکړه خو له هیڅ نتیجې پرته پاې ته ورسیدله .
دملګروملتونو دامنیت شورا ځینو غړیو د ایران په باره کښې دغونډې له ترسره کیدا سره مخالفت کړی وو او په دې سربیره روسیې هم د بندو ورونو شاته ددغه غونډې د ترسره کیدا غوښتنه کړی وه .
د روسیې دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګی ریابکوف د ملګروملتونو دمنشور مادو او نړیوالو مقرراتو ته د امریکا په بې پامۍ خواشینی څرګنده کړی ده او ویلی یې دی واشنګټن د ملګروملتونو دمنشور مادې دخپلو سیاسی ګټو قربانی کوی .
هغه وویل د ایران د چارواکو دغه څرګندونې چې بهرنیو هیوادونو په ایران کښې وروستۍ بلواو رامینځته کړی دی بې اساسه نه دی ځکه چې امریکا د خپلو مخالفو هیوادونو د ناامنه او بې ثباته کولو لپاره له هر اوزاره استفاده کوی .