ډونالډ ټرمپ محمد بن سلمان واک ته رسولی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62841-ډونالډ_ټرمپ_محمد_بن_سلمان_واک_ته_رسولی_دی
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د فایر اینډ فیوری(Fire And fury) کتاب چې په امریکا کښې خپور شوی دی قدرت ته د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په رسولو کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دهغه دزوم جیراډ کوشنر رول ښکاره کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 07, 2018 01:19 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان  دامریکا د ولسمشر ټرمپ له سفر راهسې دډیرو اساسي بدلونونو کتونکی وو .
    سعودي عربستان دامریکا د ولسمشر ټرمپ له سفر راهسې دډیرو اساسي بدلونونو کتونکی وو .

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د فایر اینډ فیوری(Fire And fury) کتاب چې په امریکا کښې خپور شوی دی قدرت ته د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په رسولو کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دهغه دزوم جیراډ کوشنر رول ښکاره کړی دی .

دغه کتاب دغه راز له قطر څخه سعودی عربستان ته د پوځی  اډې  او د عسکرو دانتقال لپاره د عربستان دحکومت او د امریکا د ولسمشر ټرمپ ترمینځ موافقه هم ایشوا کړی ده .

د فایر اینډ فیوری کتاب لیکوال مائیکل وولف ویلی دی دامریکا ولسمشر ټرمپ خپلو ملګرو ته ویلی وو سعودی عربستان به په خپل هیواد کښې د نویو عسکرو د شتون لګښتونه ورکړی چې دغه چاره په قطر کښې د امریکا د اوسنۍپوځی قوماندنۍ ځاې ناستی  شی .

د امریکا د فایر اینډ فیوری کتاب لیکوال مائیکل وولف په خپل کتاب کښې لیکلی دی سعودی عربستان هم دغه هیواد ته دامریکا د ولسمشر ټرمپ له سفر راهسې دډیرو اساسی بدلونونو کتونکی وو چې د محمد بن سلمان ولیعهد جوړول  او دهیواد د پخوانیو او اوسنی شاهزادګانو او چارواکو نیول په دغو اساسی بدلونونو کښې شامل دی .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فایر اینډ فیوری کتاب کامل له دروغو او غلطیانو ډک بللی دی .

ټرمپ وړمه ورځ د فایر اینډ فیوری کتاب په لیکوال مائیکل وولف نیوکې سره وویل هغه یو(۱) بایلونکی سړی دی او دغه قیصې یې د ډیر ستړی کونکی او  د غیر حقیقی کتاب د خرڅولو لپاره لیکلی دی .