امریکا د فلسطین دمسلې دحذفولو هڅه کوی
Jan 09, 2018 11:30 Asia/Kabul
-
امریکا دپیړۍ دموافقې له جزیاتو خبر سعودي عربستان خبر کړی دی .
زمونږخبریال وایی دفلسطین د ازادی غواړی موسسې(PLO) داجرایی کمیټۍ غړی احمد المجدلانی وویل د امریکا دپیړۍ موافقه د فلسطین د مسلې په کلی ډول د حذفولو په چوکاټ کښې ده .
هغه ټینګار وکړ امریکا دپیړۍ دموافقې له جزیاتو خبر سعودی عربستان خبر کړی دی او د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان هم دغه جزیات د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو ته ورکړی .
المجدلانی ډاګینه کړه د پیړۍ موافقه دایران پرضد د اسرائیلو په ګډون سره د ائتلاف دجوړولو په چوکاټ او د فلسطین د مسلې په کلی ډول دحذفولو لپاره یوه(۱) پروژه ده .
له دې مخکې دامریکا «نیویارک ټایمز» ورځپاڼې له بیت المقدس څخه د تیریدا لپاره د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس ته د عربستان د ولیعهد د وړاندیز خبر ورکړ .
ټیګونه