سعودی عربستان په یمن بریدونو ته دوام ورکړی
-
سعودي عربستان له تیرو دریو۳()کلونو راهسې دیمن دخلکو پرضد حملو او بمباریو ته دوام ورکړی .
ایرنا خبری اژانس وایی د سعودی عربستان تر مشرۍ لاندې دتیریګر ائتلاف جنګی الوتکو بیګا د یمن په شمال لویدیځ کښې د صعده ولایت په خوا کښې په کتاف ولسوالۍ کښې په یوه(۱) بازار بمبارې وکړې او لس (۱۰)ملکیان یې ووژل او یو(۱)بل یې ژوبل کړ .
د سعودی عربستان په مشرۍ تیریګر ائتلاف دغه راز په سرحدی غمر ولسوالۍ کښې په «تشدان »سیمه کښې په یوه کور بمبارۍ سره دوه(۲) ماشومان ووژل او له یوې(۱) ښځې سره یوځاې دوه(۲) نور ماشومان یې ژوبل هم کړل .
د سعودی عربستان جنګی الوتکو پرون هم په شمال کښې دصعده ولایت په خوا کښې په باقم(Baqim) سیمه کښې په یوه کور حمله وکړه چې دوه(۲) ماشومان پکښې مړه او څلور(۴) نور کسان ژوبل شول .
رسنیو ویلی دی چې دیمن په لویدیځ کښې په الحدیده ولایت کښې د کلابندۍ او دکډوالۍ په وجه د ډیرو ملکی خلکو ژوند له غمیزې سره مخامخ دی او ناروغان د ضروری طبی تجهیزاتو او د درملود نشتون په وجه له ډیرومشکلاتو سره مخ دی .
سعودی عربستان له تیرو دریو۳()کلونو راهسې دیمن دخلکو پرضد حملو او بمباریو ته دوام ورکړی چې تراوسه یې په لسګونو زره بې ګناه خلک وژلی او ډیر نور ژوبل کړی هم دی .