دیمن عسکرو د عربستان په ګوډاګیانو توغندی ویشتلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64159-دیمن_عسکرو_د_عربستان_په_ګوډاګیانو_توغندی_ویشتلی
مهر خبری اژانس وایی دیمن پوځ او ولسی کمیټیو پرون دصنعا ولایت په نهمې(۹) سیمې کښې دسعودی عربستان دګوډاګیانو په مرکزونو دوه (۲)بلاسټیک توغندی وویشتل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 25, 2018 03:01 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان دامریکا ، متحده عربي اماراتو، اردن ، انګلستان او دځینونوروهیوادونو په مرستې سره دیمن دخلکو وژلو ته دوام ورکړی دی .
    سعودي عربستان دامریکا ، متحده عربي اماراتو، اردن ، انګلستان او دځینونوروهیوادونو په مرستې سره دیمن دخلکو وژلو ته دوام ورکړی دی .

مهر خبری اژانس وایی دیمن پوځ او ولسی کمیټیو پرون دصنعا ولایت په نهمې(۹) سیمې کښې دسعودی عربستان دګوډاګیانو په مرکزونو دوه (۲)بلاسټیک توغندی وویشتل .

دیمن عسکرو دغه راز پرون دمارب ولایت په« حرب القرامیش »سیمه کښې دسعودی عربستان د جاسوسی یوه(۱) الوتکه نسکوره کړه .

دیمن پوځ او ولسی کمیټیو د جنورۍ په اومه(۷) او  اتمه(۸) نیټه هم دسعودی عربستان په  دوو(۲) جنګی الوتکو له ځمکې څخه هوا ته ویشتونکی توغندی توغولی وو .

دیمن دپوځ او ولسی کمیټیو دفاعی قدرت د سعودی عربستان  د دیکتاتور رژیم لخوا له هراړخیزه کلابندی سره سره ورځ تر بلې په زیاتیدا دی .

سعودی عربستان دامریکا ، متحده عربی اماراتو، اردن ، انګلستان او دځینونوروهیوادونو په مرستې سره دیمن دخلکو وژلو ته دوام ورکړی دی .