امنیت په زور سره یا په تفاهم سره ممکن کیدلی شی ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64175-امنیت_په_زور_سره_یا_په_تفاهم_سره_ممکن_کیدلی_شی
هغه کسان چې له لوړهوش اوځیرتیا برخمن دی ، دعموی می افکارو خبره کوی ، هغه کسان چې له متوسط عقل اوذهنه برخمن دی ، دپیښو او دغه راز هغه کسان چې له ټیټ ذهنیّته برخمن دی ، دشخصیتونو خبرې کوی ،خو له کله راهسې چې دامریکا ولس ډونالډ ټرمپ د خپل ولسمشر په توګه ټاکلی دی ، د دغې مقولې ترتیّب تر یوه حده بدل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 25, 2018 09:51 Asia/Kabul
  • امنیت په زور سره یا  په تفاهم سره ممکن کیدلی شی ؟

هغه کسان چې له لوړهوش اوځیرتیا برخمن دی ، دعموی می افکارو خبره کوی ، هغه کسان چې له متوسط عقل اوذهنه برخمن دی ، دپیښو او دغه راز هغه کسان چې له ټیټ ذهنیّته برخمن دی ، دشخصیتونو خبرې کوی ،خو له کله راهسې چې دامریکا ولس ډونالډ ټرمپ د خپل ولسمشر په توګه ټاکلی دی ، د دغې مقولې ترتیّب تر یوه حده بدل شوی دی .

سوله او امنیت هیڅکله هم  په زور او  تاؤتریخوالی سره  نه  ټینګیږی ،بلکې  دا  دتفاهم او  مثبت کړچار په درلودلو سره  رامینځة کیږی .

 زمونږخبریال  د پاکستان د دنیا ورځپاڼې له قوله راپور راکړی ، چې په یوې مقالې کې ئې لیکلی دی ،  هغه کسان  چې  له لوړهوش اوځیرتیا برخمن دی ،  دعموی می افکارو خبره کوی ، هغه کسان چې  له متوسط عقل اوذهنه  برخمن دی ،  دپیښو  او دغه راز هغه کسان چې  له ټیټ  ذهنیّته برخمن  دی ،  دشخصیتونو خبرې کوی ،خو  له کله راهسې چې دامریکا ولس  ډونالډ ټرمپ  د خپل ولسمشر په توګه  ټاکلی دی ، د دغې مقولې ترتیّب  تر یوه حده بدل شوی دی .  په دغې مقالې کې لیکل شوی دی ، د لوړ ذهنیّت  لرونکی  کسان  مجبوره دی   د هغو شخصیتونوپه باب  چې  ټیټ ذهنیّت لری،خبرې  وکړی   او هغه کسان چې  لوړذهنّیت لری  ، اوس  خپل لازیات وخت  د  ډونالډټرمپ  پر شخصیت   په فکر کولو تیروی . ډونالډ ټرمپ    دخپل انتخاباتی کمپاین لوړذهنیّت  لرونکو ته دوکه ورکړې وه  او  دانتخاباتی کمپاین په وخت ئې داسې ا لقاء کړې وه ، چې  یو کس هم په پریکنده توګه د   ټرمپ په باب  اټکل نشی کولی ، چې  داعتراض او  یا نیوکو  په رابطه کې  به د هغه عکس العمل څه وی ؟  خبرو ، دخبرو انداز او  او دهغه حرکتونو ته په پامسر ه  یو کس هم دا ګمان نه کاوۀ    چې  دامریکا ولس به  د هیواد د خورا لوړې څوکۍ لپاره  داسې  کس  وټاکی .  د نوام چامسکی  په څیر   یوازې متفکر اوپوه کسانو دغه اندیښنه درلوده  او  علت  ئې هم  دادی ، چې   دامریکا په شمول  په لویدیځی نړۍ کې  د  :مِسټر پَرفیکټ :   تصّور یا  مثال    مشهور   شوی دی . په دغو هیوادونو کې  عمومی  خلک   دکاندیدانو په نسبت  ډیر حساس وی .  په عمومی توګه ،  کاندیدان تر ډیره حده څاری  او په دقیق ډول ئې ارزوی .  دکاندید مخینه ، معمولا  د  خلکو او  رسنیو  ددلچسپۍ وړ ګرځی  چې  د کاندید ژوند په تیر وخت کې څرنګه تیر شوی ؟  په اشرافیّت کې ئې ژوند تیر کړی او  که  عام   ژوند  ؟، په شخصی ژوند کې ئې  اخلاق او چلند څرنګه ؤ؟ له خپلو  بچیانو او میرمن ئې چلند څرنګه ؤ؟، کاندید د  کومې کورنۍ  دی ؟، دکورنۍ  حقوق اومعاش ئې  له کوم ځای تامینیدل ؟، آیا په  عدالتی  اوقانونی  چارو کې خو  ئې  چرته  غیر قانونی لارو استفاده  نه  وی  کړی ؟، په تجارت کې  خو ئې  چرته  له غیر قانونی رودو استفاده نه وی کړی ؟.  چې البته   د ډونالډ ټرمپ  لپاره د دغو یوې پوښتنې  ځواب هم هیڅ ګټه  نه درلوده .  دهغه  له شخصی ژونده رانیولې ، ترتجارتی چارو پورې  پرې  نیوکې اواعتراضونه شوی دی .  ځینی اعتراضونه ډیر لوی  وو ، او   یوه سیاستوال هم    د دغه ډول اعتراضونو  په خاطر    جراءت نه کاوه  چې   دسیاست په ډګر کې ګام کیږدی .  خو  ډونالډ ټرمپ  په ځان لګیدلی دغه ټول  اعتراضونه اونیوکې ملنډې  وبللې  او  د ځینو  اعتراضونو په باب  غوسه  هم شوی .  ځینو اعتراضونو ته ئې داسې ځوابونه  ورکړی  چې  هیڅ  توقع ئې نه کیدله .   د مثال په توګه ، د مالیاتو نه ورکول ئې  خپل ځیروالی او چالاکی  بللی .

په هر حال    له دغو اعتراضونو اونیکو او دهغو له نه قانع کونکو  ځوابونو سره سره  ، هغه  وتوانید،  سپیڼې مانۍ ته ځان ورسوی  او بیا  سپینې ماڼۍ کې له دیره کیدا وروسته   لوړ ذهنیّت لرونکی کسان هم  ځان ته  جلب کړی  او  ورو ورو   دناببرو  او عجبه  اقداماتو او ترینګلو او جنجالی  څرګندونو په خاطر  ددنړۍ  داندیښنې  په مرکز  بدل شو .  د خپلې ولسمشرۍ په هماغه لومړنیو کې ئې  دپاکستان د ولس ستاینې اوتعریف  وکړ او   وروسته ئې تر یوه   کال پورې    د پاکستان  او افغانستان  په اړه  ډیپلوماسی  َپټه وستاله .   په دغه وخت کې  ئې  له ترهه ګرۍ سره  مبارزې په خاطر دپاکستان ستاینه  کوله ، خو د ۲۰۱۸ نوی کال  دپیلیدا په  وخت   ناڅاپی  پخپل لومړنی چینلیز پیغام اوخبرو کې ئې  له یوې خوا پاکستان  له ترهه ګرۍ په ملاتړ تورن کړ او  له بلې  خوائې  د امریکا پخوانی مشران احمقان او کم عقله وبلل  چې  په تیرو شپاړسو کلونو کې ئې  له ترهه ګرۍ سره  په جنګ کې له پاکستان سره   درې دیرش میلیارډ ډالری مرستې کړی   او  دغه راز ئې د پاکستان  سیاستوالان او چارواکی  دوکه باز هم وبلل  چې  د درې دیرش میلیارډ ډالری مرستو  په بدل کې ئې هیڅ کار  نه دی کړی ، چې  دهغه د ټولنیز چینل دغه پیغام  وروسته د امریکا دنورو چارواکو له خوا هم رسما تائید شو . ا لبته   امریکائی سیاسی اوپوځی چارواکو ،  له خپلو پاکستانیو همڅنګو سره په لیدوکاتو کې  په ډاګه وئیلی دی ،چې    له پاکستان سره  دپوځی مرستو غوڅیدا  مشروطه ده .  که  دامریکا  غوښتنې او شرائط پوره شی ، نو  پوځی مرستې به بیرته    پیل شی .   البته    د دواړو هیوادونو   ترمینځ تر پردې شا ډیپلوماسی  هماغه راز  روانه ده .   دپاکستان په نسبت  له شمالی کوریا سره په رابطه کې د ډونالډ ټرمپ    بهرنی سیاست  هم ډیر سخت ؤ  او شمالی کوریا  ئې  په ایټمی حملې  وګواښله .که څه هم  اوس     د  امریکا اوشمالی کوریا  ترمینځ  له رمز او رموزو  ډکه  چُپتیا  واکمنه شوې ده ،  له ایران سره دجامعې ایټمی موافقې  دقضیې  په باب  هم   ډونالډټرمپ   سربَداله  شوی دی . په پیل کې ئې  له ایران سره دشوی ایټمی موافقې(یعنی دایران او ۵+۱ډلې ترمینځ  شوی  جامعې ایټمی موافقې)  د لغوه  کولو خبره وکړه  ،خو وروسته ئې  بیا د دغې موافقې دوام ته اشاره  وکړه .بیت المقدس ئې د ا سرائیلو د پلازمینې په توګه  په رسمیّت وپیژنۀ، له فلسطنیانو سره ئې کیدونکی  مرستې بندې کړې ، او  اوس  ئې یو ځل بیا  له فلسطینیانو سره   پټه ډیپلوماسی روانه کړې ده . په حقیقت کې   هغه یعنی ډونالډټرمپ د پاکستان،شمالی کوریا،ایران او فلسطین په وړاندې د ګازرې  او  کوَتک (متروکه)په څیر سیاست  کاروی .

دکینیډا لومړی وزیر  وائی  د ډونالډ ټرمپ دشخصیت په باب هیڅ ډول اټکل نشی کیدلی . دهغه په وینا،  که واقعا ډونالډټرمپ  په نړۍ  کې دامنیت غوښتونکی وی، نو باید په یوه  اعتماد وړ او  اټکل وړ  شخصیت بدل شی ،  او  د قدرت دباؤ  باید کم کړی .  آلبرت  آین سټایّن  ډیر مخکې وئیلی وو،  او ډیر ښه ئې هم وئیلی وو ، چې  امنیت  په زور  اوقدرت سره نه ، بلکې  په افهام اوتفهیم یعنی تفاهم سره  تامینیږی .

(لیکوال: عاشق حسین طوری )