عربو هیوادونو په اردن دباونه زیات کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64641-عربو_هیوادونو_په_اردن_دباونه_زیات_کړی_دی
العالم ټیلی ویژن راپور راکړی داردن باچا دوهم (۲)عبدالله دقدس په هکله د خپلو دریځونو په دلیل د امان پرضد ځینی اقتصادی دباونه ایشوا کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2018 01:40 Asia/Kabul
  • سعودي  عربستان ، متحده عربي امارات، کویت ، بحرین، اردن وغیره په سیمه کښې د امریکا  دګټو تامینونکي او ساتونکي دیکتاتور عرب رژیمونه دي  .
    سعودي عربستان ، متحده عربي امارات، کویت ، بحرین، اردن وغیره په سیمه کښې د امریکا دګټو تامینونکي او ساتونکي دیکتاتور عرب رژیمونه دي .

العالم ټیلی ویژن راپور راکړی داردن باچا دوهم (۲)عبدالله دقدس په هکله د خپلو دریځونو په دلیل د امان پرضد ځینی اقتصادی دباونه ایشوا کړل .

هغه د اردن له ځینو محصیلینو سره په کتنې کښې په امان دځینو هیوادونو چې نومونه یې وانه خیستل د نیواکی قدس په وړاندې له خپلو دریځونو څخه د لاس اخیستلو لپاره د دباونو د راوړلوخبر ورکړ .

د اردن باچا دوهم(۲) عبدالله په دې اړه د سعودی عربستان نوم ته له  اشارې پرته وویل ځینوهیوادونو مونږ ته دغه پیغام راکړی دی دقدس په مسلې کښې له  مونږ سره ملګری شه چې مونږ له تاسو سره مرسته وکړو .

د اردن دسرچینو د راپور پراساس همدا اوس د نیواکی قدس د مسلې او دغه راز دسیمې دمسایلو په اړه د اردن د دریځونو په دلیل د عربستان او د اردن اړیکې یوڅه سړې شوی دی او حتی د اردن ځینو شخصیتونو او دپارلمان مشر په سیمه کښې دخپل هیواد د اړیکو دپراختیا او د زاړو متحدانو لپاره د ځاې ناستی د پیدا کولو لپاره دهڅې وړاندیز مطرح کړی دی .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیر میلادی کال د دسمبر دمیاشتې په اولسمه(۱۷) نیټه له پراخو نړیوالو او سیمه ایزو مخالفتونو سره سره د صهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د اعلانولو په ترڅ کښې دغه ښار ته دامریکا دسفارت د انتقالولو حکم ورکړ .

سعودی  عربستان ، متحده عربی امارات، کویت ، بحرین، اردن وغیره په سیمه کښې د امریکا  دګټو تامینونکی او ساتونکی دیکتاتور عرب رژیمونه دی  او ددغو هیوادونو اکثره اقدامات د مسلمانانو په تاوان او داسرائیلو او د امریکا په ګټه دی .